د میدان وردک استیناف څارنوالۍ رئیس د کارکوونکو د ډاډمن امنیت د خوندیتوب په موخه د دغه ولایت له امنیه قوماندان سره غونډه وکړه

Ago
Sun, Dec 30 2018 3:34 PM
madian

د میدان وردک استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار ګل احمد الکو د دغه ولایت له امنیه قوماندان ویس صمیمي سره د کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب په موخه د ۱۳۹۷ کال مرغومي پر پنځمه د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ په ریاست کې غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې ښاغلي الکو وویل، چې په ناامنو ولسوالیو کې د قانون پلي کول او همداراز د عدالت تأمینول یوه مهمه چاره بلل کېږي او په همدې موخه د دغې ادارې د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب هم اړین دی او پاملرنه باید ورته وشي.

د نوموړي په وینا، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي هم د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کوي.

په ورته مهال کې د میدان وردک امنیه قوماندان ویس صمیمي هم ښاغلي الکو ته د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو د امنیت د ساتنې لپاره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او زیاته يې کړه، چې موږ هم د عدالت تأمین او د قانون واکمنۍ ته ژمن یو.