د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوی د لویې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی

Yama
Wed, Mar 13 2019 11:27 AM
roz zan

لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د ښځو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت په رابلل شوې غونډه کې وویل، چې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي مخنیوی د لویې څارنوالۍ له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي او له همدې لارې په هېواد او ټولنه کې د مېرمنو ځای هم تثبیتولی شو.

لويې څارنوالۍ د ښځو نړیواله ورځ د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۱ ونمانځله. په دغه غونډه کې د هېواد د لوی څارنوال او د نوموړي د مرستیالانو په ګډون د ولسمشر د دویم مرستیال ارشد مشاورې اغلې وهاج، د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېشنرې عالیې یلماز، د لويې څارنوالۍ رئیسانو او د دغې ادارې ګڼو ښځینه کارکوونکو برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د ښځو د نړیوالې ورځې د اهمیت د بیان تر څنګ زیاته کړه، چې دا ورځ باید سېمبولیکه ونه نمانځل شي؛ بلکې په دغه ورځ باید د ښځو د تېر کال لاسته راوړنې او د راتلونکي کال لپاره په ادارو کې د ښځو د مشارکت او همداراز د ونډې د پراختیا ګټور پلانونه وړاندې شي.

loy saranwal

ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «لویه څارنوالي د هېواد په مرکز او ۳۳ ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ لري، چې د ښځینه څارنوالانو له خوا اداره کېږي او همداراز موږ پلان لرو، چې راروان کال په ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي ابتداییه او استیناف څارنوالۍ هم ایجادې کړو.»

د نوموړي په خبره، په دغه اداره کې په تېرو څو کالو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر له درې سلنې تر شل سلنې رسېدلی، چې د مرستیالانو، رئيسانو او آمرانو په کچه ګڼې مېرمنې په دغه اداره کې په دندو بوختې دي.ښاغلي حمیدي په لویه څارنوالي کې د ښځو د ونډې زیاتېدنه یو نظامند او باتعهده مشارکت وباله.

لوی څارنوال همداراز وویل: «زموږ یو مسؤولیت ښځو ته د کاري خوندي فرصتونه برابرول دي او په دې برخه کې د افغانستان قوانین د ښځو په اړه یو پراخ سیاسي او مثبت امتیازي لیدلوری لري.»

لوی څارنوال ځینې فرهنګي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې د منفي فرهنګ په له منځه وړنه کې پخپله د ښځو رول خورا اغېزناک دی.

همداراز څارنپوه محمدفرید حمیدي د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون په تړاو ټینګار وکړ، چې د ښځو د غږ له اورېدو او ګډون پرته په هېواد کې تلپاتې سولې ته نه شو رسېدای.

له دې سره سم د ولسمشر د دویم مرستیال ارشد مشاورې اغلې وهاج د دولت له خوا د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د ملي طرحې جوړول چې له مخې يې د مېرمنو پر ضد د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته کوي، یو نېک ګام وګاڼه.

اغلې وهاج دا هم وویل، چې په دولتي ادارو کې د جنډر په رعایتونې سره کولای شو، ټولنیز عدالت پلی کړو. د نوموړې په باور، تر هغې چې ښځې لیک لوست ته لاسرسی ونه لري، ټولنیز عدالت ته هم نشو رسېدلای.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېشنرې عاليې یلماز هم په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د پام وړ وګڼله او زیاته يې کړه، چې حکومت په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په برخه کې ګټور ګامونه اخیستې دي.

اغلې یلماز په دې تړاو زیاته کړه: «په وروستیو کالو کې د ښځو د مشراکت د زیاتوالي پالیسي چې کابینې هم تصویب کړې، له ښځو سره مرستندویه ثابته شوې ده.»

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیالې سپوږمۍ وردګ هم تر پخوا د ښځو وضعیت د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه، چې دمګړۍ ۳۸ سلنه نجونې په ښوونځيو او ۲۴ سلنه هم په پوهنتونو کې په زده کړو بوختې دي.

نوموړې وویل: «د دې تر څنګ ۲۷ سلنه مېرمنې د ملکي خدمتونو په برخه کې په دندو بوختې دي او له نېکه مرغه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ځانګړې څارنوالۍ او په ۲۸ ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي محکمې هم لرو.»

په ورته وخت کې بنفشې یعقوبي هم په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې په زیاتوالي خوښي څرګنده کړه و زیاته یې کړه، چې په خوندي کاري چاپيریال کې د ښځو او نارینه وو ګډون،په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د ونډې په زیاتوالي کې هم مرسته کولای شي. اغلي یعقوبي د عدالت د تأمین او د ټولنې په جوړښت کې د ښځو رول ازرښتاک وباله.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د جنډر ریاست د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مقالې لیکنې یوه لړۍ پيل کړې وه، چې دغه ریاست ته له مرکز او ولایتونو څخه ټولټال ۶۱ مقالې رسېدلې وې. د جنډر ریاست د مقالو د کتنپلاوي په مرسته له ۶۱ مقالو څخه پنځه غوره مقالې وټاکلې، چې لیکوالانو ته یې د غونډې په ترڅ کې ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Sun, Jun 16 2019 11:04 AM
Background image

AGO is Investigating the Gen. Ahmadzai’s Claim in the Presence of the Ulema, Media, CSs, AWN, and IWA

Attorney General’s Office (AGO) of the Islamic Republic of Afghanistan called on General Council of Afghan Ulema, Media, Afghan Women Network, Civil Societies, and Integrity Watch. . .

Thu, Jun 13 2019 11:39 PM
Background image

Integrity Watch Afghanistan Praised AGO Achievements

The third round of “National Integration Conference: Open Justice and Public Participation in Justice Institution” was held at GMIC, 13th of June 2019 by Integrity Watch Afghanistan . .. . .

Wed, Jun 12 2019 3:44 PM
Background image

AGO will Implement all the Set-out Indicators by the EU until 2021

A year ago, the European Union (EU) set 13 indicators with 24 related goals for the Attorney General’s Office (AGO) of the Islamic Republic of Afghanistan in the field of Adjustment and. . .

BACK TO NEWS