د ماشوم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ماشوم نړیواله ورځ د یادې ادارې د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۲ ونماځله.
په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د خدماتو رئیس محمد آصف فیاض، د لویې څارنوالۍ د وړکتون آمرې کامله سعادت آریوبي، د وړکتون ښوونکو او د یادې ادارې ځينو کارکوونکو ګډون کړی و.
د لویې څارنوالۍ د خدماتو رئیس محمد آصف فیاض د ماشوم د نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: «دغې ادارې د ماشومانو د روزنې، تغذیې او تفریح کولو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.» ښاغلي فیاض د ماشومانو په روزنه کې د مور او پلار او ښوونکو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې ټول خلک د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي د جوړونې په برخه کې مسؤول دي.
په ورته مهال کې د لویې څارنوالۍ د وړکتون آمرې کاملې سعادت آریوبې، د یادې ادارې د وړکتون د امکاناتو د ښه والي په برخه کې د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل: «لویې څارنوالۍ د ماشومانو د روزنې او تفریح لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.» آغلې سعادت اریوبي زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د وړکتون آمریت پرلپسې هڅې کوي، ترڅو د یادې ادارې د کارکوونکو ماشومانو ته سالمه ښوونه او روزنه ورکړي.
د لویې څارنوالۍ رهبري، په دغې اداره کې د ماشومانو د سالمې روزنې په موخه، د مناسب ځای او زمینې برابرول خورا مهم ګني او هر کال د ماشوم نړیواله ورځ په دغې اداره کې نمانځي.