د جوزجان استیناف څارنوالۍ د تالار ډبره کېښودل شوه

Ago
Mon, Jul 08 2019 3:15 PM
JAWZJAN

دا تالار به د ۹۱ متر مربع مساحت په لرلو او د سلو کسانو په ځایونه، په یو میلیون افغانیو سره په درې میاشتو کې جوړ شي.

د یاد تالار د جوړونې په پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۲ جوړ شوی و، د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، د جوزجان والي لطف الله عزیزي، د استیناف محکمې رئیس صبغت الله مشفق، د امنیې قوماندان، د عدليې رئیسانو، د ارشاد حج او اوقاف مسؤولانو، د علماوو شورا او ځينو څارنوالانو ګډون کړی و.

د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس په دغه پروګرام کې وویل، چې دغه تالار به د یادې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال له تخصیص څخه د سپمول شویو پیسو په واسطه، چې د لویې څارنوالۍ د مقام ریاست له خوا دغه ریاست ته په واک کې ورکړل شوې، جوړ شي.

په ورته مهال کې، د جوزجان والي لطف الله عزیزي د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ دا اقدام وستایه او یاد تالار یې د دغې ادارې د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم وباله.