د پروان زندان ۱۹ بندیان وبخښل شول

Ago
Thu, Jul 11 2019 10:11 PM
news

د جمهوري ریاست د پنځمې ګڼې فرمان پر بنسټ، د یوې ښځې په شمول د پروان زندان ۱۹ بندیان، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۷ وبخښل شول.

د یاد فرمان له مخې، له ۱۹ بندیانو ۱۲ بندیان ازاد شول او د اوو نورو د بند موده کمه شوه.

دا فرمان د پروان د استیناف څارنوالۍ د رئیس محمد شریف مهربان شیرزاد، د زندان او په زندان کې د ځينو نورو دولتي مسؤولانو په حضور کې پلی شو.

د پروان د استیناف څارنوالۍ رئیس د بندیانو د ازادېدو پر مهال دوی ته په اشارې سره وویل، چې زندان د مجرمینو د ربړونې ځای نه؛ بلکې د دوی د اصلاح او روزنې ځای دی.

ښاغلي شیرزاد د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «هیله مند یم هغه کسان چې له زندان څخه ازادېږي، هغوی به اصلاح شوي وي او د روغو کسانو په شان به خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.»

د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي و او د بند موده یې هم له څلورو میاشتو تر څلورو کلونو غزېدلې وه.