د بدخشان استیناف څارنوالۍ له یو کس څخه د نشه یي توکو د قاچاق په تور څېړنې بشړې کړې

Ago
Sun, Jul 28 2019 10:13 AM
logo

یاد کس د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د سبزي بهار کلي اوسېدونکی دی. د پخوانیو راپورونو له مخې، نوموړي د د یادې ولسوالۍ په ښار کې د پنچر مینۍ دوکان درلود، چې د ۱۳۹۸ کال د غویي پر نهمه د امنیتي او کشفي بنسټونو له خوا د تلاشۍ پر مهال د نوموړي په دوکان کې ۴،۵۰ کیلو ګرامه تریاک کشف شوې و او قضیه یې د څېړنې په موخه د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته استولې وه.

د قضیې مؤظف څارنوال د اتهامنامې او دعوې له ترتیب او اسنادو او شواهدو پر بنسټ، د جرم د اثبات په موخه د دلیلونو تر راوړو وروسته د یاد ولایت د فیض آباد ښار له ابتدايي محکمې څخه نوموړي ته د جزا کود د ۳۰۴ مادې پنځمې فقرې له مخې، د جزا غوښتنه کړې ده.

همداراز مؤظف څارنوال د محکمې له قضايي پلاوي څخه غوښتي، ترڅو له یاد تورن څخه په لاس راغلي اجناس او اموال، له مخدره توکو سره د مبارزې قانون د ۱۹ او د نشه یي توکو قانون د ۳۲ مادې پر بنسټ مصادره کړي.