د جوزجان ولایت له زندان څخه ۴ بندیان ازاد شول

Ago
Tue, Nov 05 2019 8:47 AM
jawzjan

دا بندیان د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په ویاړ د جمهوري ریاست د صادر شوي فرمان پر بنسټ، له بند څخه ازاد او د نهو نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.

د دغو بندیانو د ازادۍ په پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۱۲ جوړ شوی و، د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، د زندان او توقیف خونې عمومي مدیر، له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوال او د دغه ولایت د ملي امنیت استازي ګډون کړی و.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس ازادو شوو بندیانو ته په اشارې سره وویل: «هیله مند یم، چې زندان کې له تېرې کړې مودې په ګټې اخېستنې به مو د زندان له سهولتونو او ښوونیزو او حرفه یي خدمتونو  ګټه اخېستې وي او راتلوونکي کې د نفقې د لاسته راوړنې لپاره شرعي او قانوني لاره وټاکلی شئ.» نوموړي همداراز له ازادو شوو بندیانو وغوښتل، څو له هر ډول ناقانونه کړنو او تاوتریخوالي لاس واخلي او د جرمونو د کچې ټیټولو لپاره د ټولنې وګړو ته لارښود او بېلګه شي.

په ورته مهال کې، ازادو شوو بندیانو د زندان له سهولتونو او خدمتونو رضایت وښود او د جوزجان ولایت د استیناف څارنوالۍ او محکمو د پر وخت کړنو ستاینه یې وکړه. همداراز دوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به له هر ډول ناقانونه کړنو ډډه او د قانون په رڼا کې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د محکمو له خوا د غلا په جرم له یو کال تر دوو کلونو پر تنفیذي بند محکوم شوی و او خپلې د بند مودې یې هم په زندان کې تېرې کړې وې.