لویه څارنوالۍ کې د ۸۰ مسلکي بستونو ازموینه واخېستل شوه

Ago
Thu, Nov 07 2019 4:29 PM
exam

دغې ازموینې ته له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو په ګډون درې زره او ۱۱۲ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له دې شمېرې څخه دوه زره او ۳۰۳ کسان په شرایطو برابر او ویې کولای شو، په دغې ازموینه کې ګډون وکړي.

دا ازموینه د لوی څارنوال د عسکري چارو، د قضایي تعقیب چارو، د ماشومانو د سرغړونو او له ښځو سره د تاوتریخوالۍ د مخنیوي چارو د مرستیالانو او د یادې ادارې د ځينو رئیسانو په حضور د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۱۶ د یادې ادارې په دارالامان ودانۍ کې واخېستل شوه.

قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، په دغه پروګرام کې پر شفاف، بې پرې او خپلواک قضایي نظام ټینګار وکړ او دا یې د عدالت د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ لپاره مهم وبلل.

gholam

ښاغلي علامه زیاته کړه: «د قانون واکمني، د عدالت ټینګښت، بې پرېتوب او شفافیت د هر هېواد د پرمختګ له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي.»

ښاغلي علامه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ په دې ورستیو کلونو کې د بېلابېلو برخو د اصلاحاتو په ځانګړې توګه د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي. د نوموړي په خبره، په دغې اداره کې د کارکوونکو له لوړو زده کړو سره، د کارونو د اغېزمنتوب کچه لوړه شوې او دوی هم خپل کارونه د قانون له احکامو سره سم په بې پرې او خپلواکه توګه ترسره کوي.

قضايي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وویل: «موږ هڅه کوو د یادې ازموینې له لارې وړ کسان په دندو وګمارو او حق حقدار ته وسپارو.» د هغه په خبره، د ازموینې اخېستو ټولو مسؤولینو کوښښ کړی، چې ازموینه په بې پرې، خپلواکه او رڼه توګه واخلي.

exam

له دې سره سم د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت په دغه پروګرام کې وویل، چې لویې څارنوالۍ په درېیو وروستیو کلونو کې جدي اصلاحات راوستي او دغه ازموینه یې هم د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره مهمه او اغېزناکه وبلله. ښاغلي همت د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د دغې ادارې بنسټیزه موخه، هېوادوالو ته په بې پرې او عادلانه توګه د عدلي او قضایي خدماتو وړاندې کول دي.» د نوموړي په خبره، په څو وروستیو کلونو کې د یادې ادارې تشکیلات ۶۷ سلنه ځوان شوي او دا کچه یې په تېرو څلوېښتو کلونو کې بې ساري وبلله.

ښاغلي همت زیاته کړه، چې یو کال کې د ژمنو او ځوانو مسلکي کارکوونکو او څارنوالانو په ګمارنې سره وتوانېدل، د ۶۳ هغه ولسوالیو ابتدایه څارنوالۍ چې د څارنوالانو د نشتون له امله غیر فعاله وې، فعاله کړي. د نوموړي په خبره، په یاده اداره کې د ښځو ونډه ۲۰،۷ سلنې ته رسېدلې، چې د قانون واکمنۍ او د عدالت ټینګښت په موخه، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې فعالیت لري.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس همداراز وویل، چې دغې ازموینې ته درې زره او ۱۱۲ کسانو نوملیکنه کړې وه، چې د کارپوهې او مسلکي کمېټې له خوا، دوه زره او ۳۰۳ کسان چې په شرایطو برابر و، په دغې رقابتي ازموینه کې د ګډون وړ وبلل شول. د نوموړي په خبره، دغه ازموینه په دوو پړاوونو کې اخېستل کېږي، چې لومړي پړاو کې یو زر او دوه سوه کسان ګډون لري او پاتې کسان به د ازموینې په دویم پړاو کې ګډون کوي. تمه ده د دویم پړاو ازموینه راتلوونکې اوونۍ واخېستل شي.

hemat

د ښاغلي همت په خبره، له یادې شمېرې څخه لس هغه ګډونوال چې لوړې نمرې واخلي په مرکز او پاتې نور به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وګمارل شي. ښاغلي همت له ګډونوالو وغوښتل، چې د نوماندانو د پارچو د کتلو او برسۍ له بهیر څخه د نظارت په موخه دې د ازموینې په پای کې درې کسان د خپلو استازو په توګه د ازموینې مؤظفې کمېټې ته ور وپېژني.

Latest news

Wed, Nov 13 2019 2:42 PM
Background image

AGO Investigated 2527 Cases of Violence against Women during Current Year

These cases include raping, forcing to prostitution and self-burning, injuries and disabilities, beating, marrying the enemy for making reconciliation, forced marriage, prohibition from. . .

Mon, Nov 11 2019 12:32 PM
Background image

ACJC Convicted 5 for Illegal Carrying of 102,945 US$

Mirwais, son of Sayad Ahmad a resident of Nemrooz and Feroz son of Ali Ahmad, Mohammad Nabi son of Mohammad Ali, Ali Ahmad son of Mohammad Ali and Abdul Latif son of Mohammad Layaq. . .

Tue, Nov 05 2019 8:29 AM
Background image

AGO Examined 60 Cases of Violent against Journalists in Recent Years

The Attorney General Office (AGO) of the Islamic Republic of Afghanistan based on its commitment to supporting freedom of speech and journalists has examined 60 cases of violence. . .

BACK TO NEWS