د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

ago_admin
Mon, Feb 24 2020 9:17 AM
شورای عالی

د لویې څارنوالي عالي شورا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۸ کال د کب پر څلورمه وشوه.

د ناستې په پیل کې د نورستان استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸/۸/۲۶ دویمې ګڼې استهدایي په اړه بحث وشو. دا استهدایه عدلیې ریاست ته د هغه قضیو د استونې په اړه وه، چې حقوقي اړخ لري.

عالي شورا په دې تړاو پرېکړه وکړه، چې د یو واحد چلند په موخه دې د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال په مشرۍ، د لویې څارنوالۍ د دارالانشاء او زونونو څارنوالیو په ګډون په ټولو څارنوالیو کې ناستې وشي او په دې اړه دې په راتلونکې ناسته کې خپلې طرحې وړاندې کړي.

د عالي شورا په دویمه برخه کې د پکتیا استیناف څارنوالۍ پر استهدایه بحث وشو. دا استهدایه د حقوقي مساعدینو د ټاکلو او د کورونو د تفتیش پر مهال د ښځینه پولیسو د نشتون په اړه ده.

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غړو په تفاهم سره زیاته کړه، چې د کورونو د تفتیش پر مهال د ښځینه پولیسو نشتون د کورنیو چارو وزارت دنده ده او یاده ستونزه دې د پکتیا امنیه قوماندانۍ له لارې د لوړو مقاماتو سره په همغږۍ سره له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي ترڅو یاده ستونزه حل شي.

همداراز د حقوقي مساعدینو د ټاکلو په تړاو یې پرېکړه وکړه، چې د قضايي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال په مشرۍ دې د اداري عسکري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست، تدقیق او مطالعاتو ریاست او مسلکي زده کړو ریاست د رئیسانو په ګډون کمېټه جوړه شي او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې دې یادې موضوع ته حلاره ومومي او خپل معلومات دې په راتلوونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د غور استیناف څارنوالۍ پر استهدایه بحث وشو. دا استهدایه د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/۵/۲۳ د ۶۰ ګڼې فرمان پر بنسټ، د شهباز د جمع ګل د زوی د نیمایي مبلغ زیان اړونې د بښنې په اړه وه.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د سترې محکمې مقام د عامه امنیت دیوان حکم ته په کتو، نوموړي له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله د عسکري جزایي قانون د ۴۲ مادې لومړۍ فقرې له مخې په درې کاله تنفیذي بند او د جزا کود د ۱۴ مادې، دویمې فقرې له مخې، دریو رنجر موټرو ته د (۶۶۰۹۴۰.۷۳) افغانیو زیان اړونې پر جبرانولو محکوم شوی دی؛ نو له همدې امله نوموړی د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان حکم ته په کتو، په بند سربېره د جزا کود د ۱۴ مادې له مخې د یاد مبلغ په ورکړه، چې نغدي سزا نه، بلکې زیان اړونه ده، محکوم کړ. دوی زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست د یاد فرمان څلورمه ماده پر نوموړي د تطبیق وړ نه ده.

د ناستې په بله برخه کې، د احسان الله د وژنې قضیې د سوابقو په تړاو، چې تورن یې محمد داوود د رمضان زوی په قصاص محکوم شوی و، د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ۱۳۹۸/۸/۵ نېټې د موصوبې د هدایت پر بنسټ، د استهدایو کمېټې د نظر څرګندولو وروسته بیا ځلي د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست ته لېږل شوې ده، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، دا چې په دې تړاو محکمې نهايي حکم ورکړی دی؛ نو یاده موضوع دې په پیشنهادي بڼه د سترې محکمې د عالي شورا مقام ته وړاندې شي.   

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS