لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه نظامنده، مفهم لرونکې او د ډا‌ډ وړ ده

ago_admin
Wed, Mar 11 2020 4:19 PM
8march

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې(د مارچ اتمه) په نمانځغونډه کې وویل، چې د نرینه وو او ښځو له ګډون پرته عدالت ته لاسرسی ممکن نه دی.

په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۲۱ د مسلکي زده کړو انستیتوت د غونډو تالار کې جوړ شوی و، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې یلدا شریفي، د جمهوري ریاست د دوه یم مرستیال سلاکارې حبیبې وهاج او د لویې څارنوالۍ ځينو کارکوونکو ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال په دغه پروګرام کې وویل، چې د مارچ اتمه د بشر تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده او د ښځو غورزنګ، په رهبرۍ کې د دوی ځواک او حقونو ته درناوی په یوه ځانګړي فرهنګ او سیمه پورې تړلي نه دي. د هغه په باور، په بېلابېلو تاریخي دورو کې ښځو پراخه حضور  درلودلی او د بشري تاریخ او تمدن په بشپړتیا کې یې رغنده رول لوبولی دی.

8march

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د مارچ پر اتمه، د ښځو له سرښندنو او مبارزو یادونه کېږي او دوی یې د عدالت غوښتنې لپاره د خپلو مبارزو د پیل ورځ ګڼي. همداراز یاده ورځ زموږ سره امانت ده او په ټول ځواک سره د افغان ښځو او نرینه وو له حقونو دفاع کوو.» هغه همداراز زیاته کړه، د مارچ اتمه، د ټولنیز عدالت د تأمین برخه کې د ستونزو او خلاوو د اروزنې او بیا کتنې لپاره یو ښه فرصت دی.

د هېواد د لوی څارنوال په وینا، اوس د افغان ښځو ونډې او پراختیا په هره برخه او اداره کې پراختیا کړې او لویه څارنوالي په مرکز او د هېواد په ۳۴ ولایتي استیناف څارنوالیو کې هڅه کوي، څو د ښځو او نرینه وو د حقونو د خوندیتوب په موخه عدالت تأمین او قانون تطبیق کړي. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه نظامنده، بامفهومه او مانا لرونکې ده. ده زیاته کړه: «دا چې په ټولنه کې نرینه او ښځې برابر حقوق لري؛ نو په ټولنیزو چارو کې د دوی له ونډې او ګډون پرته به عدالت یو سمبولیک بحث وي.»

8march

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي همداراز وویل، چې لویې څارنوالۍ خپلو ټولو کارکوونکو او مراجعینو ته یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته کړی او ترڅنګ یې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې هم جدي هڅې کوي.

د ښاغلي حمیدي په باور، د افغانستان د ښځو او نرینه وو له ګډون پرته سوله او پراختیا ممکن نه دي. په همدې موخه افغان دولت د دوی له زیارونو، سرښندنو او حقونو څخه دفاع کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو او نرینه وو د حقونو، انساني کرامت او حیثیت ساتنه د عدلي او قضایي په ځانګړې ډول د لویې څارنوالۍ مسؤولت دی او دا اداره د دوی د حقونو خوندیتوب او په ټولنیزو چارو کې د دوی ګډون ته ژمنه ده.

په ورته مهال کې، د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې یلدا شریفي، د هېواد د لومړۍ مېرمنې پیغام له ګډونوالو سره شریک کړ او له لویې څارنوالۍ یې مننه وکړه، چې یاده ورځ نمانځي. د هېواد لومړۍ مېرمنې په خپل پیغام کې زیاته کړې وه، چې نن ورځ د افغانستان خلک له یو ښه قانون څخه برخمن دي او افغان ښځې هم له خپلو بنسټيزو او شرعي حقونو څخه باخبرې دي.  اغلې شریفي زیاته کړه، چې سوله د ټولو افغانانو اړتیا ده او افغان ښځو ته ډاډ ورکول کېږي، چې د دوی له ګډون پرته او د پردې تر شا به هېڅ تصميم ونه نېول شي.

8march

له بلې خوا، د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ سلاکارې حبیبې وهاج په دغه پروګرام کې وویل، د څو کالونو په تېرېدو سره نن ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو څخه برخمنې دي. اغلې وهاج زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي او په خبره یې، د هېواد اساسي قانون د ښځو حقونه په رسمیت پېژنې او د دوی د بنسټيزو حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي مرستیالۍ جوړونه، د کابینې په کچه د جنډر کمېټې جوړونه، ولایتي کمېټې او د جنډر د برابرښت لپاره د کاري ګروپونو تشکیل، د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه د کاري پلان او ستراتيژۍ تصویب، ښځو ته د میراث حق ورکولو او په جګړو او ناخوالو کې د دوی د ساتنې په موخه د پالیسیو تصویب د حکومت هغه کوټلي ګامونه دي، چې اغلې وهاج یې یادونه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د ښځو ملاتړ ریاست د یادې ورځې د نمانځنې په ویاړ، د داستان لیکنې سیالي تر سره او ترڅنګ یې د کتابونو او انځور ګرۍ نندارتون هم جوړ کړی و،  چې په پایله کې یې شپږ غوره داستان لیکوونکي وستایل شول..       

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS