د کارکوونکو اجرااتو د ارزونې نوې کړنلارې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

د کارکوونکو اجرااتو د ارزونې نوې کړنلارې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو
د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون په همکارۍ د دغې ادارې کارکوونکو ته د اجرااتو د ارزونې د نوې کړنلارې په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام چې د ۱۳۹۹ لمریز کال پر ۲۸ د لویې څارنوالۍ ۲۵ کارکوونکو ته پيل شوی و، د دغې میاشتې تر ۳۰ پورې يې دوام وکړ.
په دغه روزنیز پروګرام کې د اجرااتو د ارزونې پر قانوني مبنی، اصولو، ګټو او شرایطو او همداراز پر وخت ارزونې او له سلیقه يي ارزونو څخه د مخنیوي په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.
د کارکوونکو د اجرااتو د ارزونې په نوي فورم کې د پخواني فورم په نسبت چې له ۱۳ کالو راهیسې نه و نوی شوی، ځینې تغییرات راغلي او له مخې به یې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې دولتي کارکوونکي د نوې کړنلارې پر اساس ارزول کېږي.
په نوې کړنلاره کې د کارکوونکو پر مکافاتو او مجازاتو، نوښتونو، د غوره خدماتو پر وړاندې کولو او همدارنګه د خپلو اجرااتو په اړه د کارمن پر مسؤولیت ټینګار شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دغه پروګرام وروسته به پخپله د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي ریاست ورته روزنیز پروګرامونه د خپلې ادارې کارمنو ته جوړوي.