د جوزجان استیناف، عسکري او د کورني او بهرني جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالیو د ۱۳۹۹ مالي کال د اجرااتو راپور د دغه ولایت له اوسېدونکو سره شریک کړ

ago_admin
Tue, Feb 23 2021 3:11 PM
جوزجان

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئيس محمد نصیر حکیمي ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کې ۲۹۶ قضیو ته رسیدګي کړې ده. دا غونډه د جوزجان د رهبرۍ، د ولایتي شورا د استازو، علماوو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو، د ځینو محلي ادارو مسؤولانو او رسنیو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۲ ترسره شوه.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئيس په دې غونډه کې وویل، په دغو قضیو کې ۳۰ قضيې د قتل، ۵۰ د غلا، ۴۱ د اخلاقي جرمونو، ۳۲ د نشه يي توکو او مسکراتو، ۲۲ د اداري فساد، ۳۷ د ترافيکي جرمونو، ۵۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او ۲۹ هم د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي. نوموړي زیاته کړه، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې دوه میلیونه او ۱۳۴ زره او ۵۸۴ افغانۍ جریمه د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو قضیو په پایله کې ۴۴ ګرامه هیرویین، ۲۰ کیلوګرامه تریاک، ۱۳۳٫۷۵ کیلوګرامه چرس، ۷۶ لیتره الکولي مشروبات، ۳۲ ګرامه شیشه، ۱۵ ګرامه تابلېت K، پنځه میله وسله، ۵۰۰ مرمۍ او یو موټر ضبط شوي دي.

د ښاغلي حکیمي په وینا، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې د ۱۳ ښځینه وو په ګډون ۸۱ کسان له یو کال څخه تر ۳۰ کالو بند محکوم شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د اداري فساد له ۲۲ قضیو څخه ۱۳ قضیې د تحقیق او اتهامنامو تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږل شوې دي، ۱۲ قضيې هم تر کار لاندې دي او شپږ کسان د دغو قضیو په تړاو نیول شوي دي. همداراز یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې یاد شوي تورن د محکمې د حکم پر اساس باید ۶۳۸ زره نقدي جریمه هم دولت ته ورکړي.

د نوموړي په وینا، د جوزجان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د دغه ریاست د کنفرانسونو تالار او د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د جوزجان د آقچې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ تعمیر رغول شوي دي. نوموړي زیاته کړه زیاته کړه، چې دغه ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ لپاره د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت ۷۰۰ مربع متره ځمکه هم اخیستې او د جوړېدو پروپوزل يې چمتو شوی دی.

ښاغلي حکیمي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د فرمانونو د تطبیق په پایله کې د څلور مېرمنو په ګډون ۱۲۸ بندیان ازاد او د درېیو مېرمنو په ګډون د ۲۱۲ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۹۰۰ ملتوي قضیو ته هم رسیدګي کړې ده او د قانون په رڼا کې يې په اړه لازم اقدامات اخیستل شوي او د نهايي پرېکړو په موخه محکمو ته لېږل شوې دي.

ښاغلي حکیمي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۳۳۲ عریضې په دغه ریاست کې ثبت او رسیدګي ورته شوې ده. همداراز ۷۷۴ کسانو دغه ریاست ته مراجعه کړې او ستونزې یې د قانون په رڼا کې حل شوې دي. ښاغلي حکیمي وویل، ده پخپله هم تر زرو زیاتو کسانو سره مخامخ لیدلي او ۱۵۰ ځله یې له مراجعه کوونکو سره په ګروپي توګه لیده کاته کړي دي.

د نوموړي په وینا، د ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۵ څارنوالان په ریاست کې دننه روزنیزو پروګرامونو ته او ۲۲ مسلکي او اداري کارکوونکي مرکز او ولایتونو کې د ظرفیت لوړاوي ۹ پروګرامونو ته معرفي شوي دي.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئيس د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، دغه ریاست د اطلاع رسونې په موخه څه باندې لس صوتي او تصویري مصاحبې درلودلې دي، د حقوقي پوهاوي اړوند یې ۳۰ خبریالانو ته یو پروګرام دایر کړی او په جوزجان ولایت کې یې د ښار په کچه د حقوقي مواردو اړوند بلبوردونه هم نصب کړي دي. د ښځو نړیواله ورځ، د بیرغ او د متقاعدینو ورځو نمانځنه د دغه ولایت له نورو برنامو څخه دي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې دغه ریاست ترسره کړي دي.

له امنیتي ستونزو سره سره د خواجه دوکوه او آقچې ولسوالیو ابتداییه څارنوالیو لیدنه نور هغه موارد و، چې ښاغلي حکیمي ورته اشاره وکړه.

د ښاغلي حکیمي په وینا، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغه ولایت عسکري څارنوالۍ ۵۱ قضیو ته رسیدګي کړې چې له دې ډلې ۲۳ قضيې محکمې ته لېږل شوې او پر ۱۷ قضیو محکمو پرېکړې کړې دي، ۱۷ قضيې د قانون له حکم سره سم اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي او شپږ قضيې حفظ او پنځه هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي. دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۱۵۲ زره او ۳۰۴ افغانۍ نقدي جریمه د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.

همداراز د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ په همدغه کال کې ۳۰ قضيو ته رسیدګي کړې او په تړاو يې ۴۰ کسان مظنون پېژندل شوي دي. په دغو قضیو کې ۱۷ له تروریستي ډلو سره د تړاو، ۸ د اختطاف، درې د ترور، یو د انسان د قاچاق او یوه بله قضیه هم د قتل قضیه ده. له دې ډلې اته قضيې محکمې ته لېږل شوې او ۱۰ قضيې اړوندو مراجعو ته استول شوې دي. درې قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او نهه قضيې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي. دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۱۱۵ زره او ۸۳۱ افغانۍ عواید د دولت حساب ته تحویل کړې دي.

په دې غونډه کې د جوزجان والي، د ولایتي شورا غړو، د کشفي، امنیتي او ځينو نورو دولتي مسؤولانو د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د ریاست له اجرااتو مننه کړه او ژمنه يې وکړه چې د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې به له دغه ریاست سره همکار وي.