په فراه ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو د درېیو منسوبانو دوسیه چې په ۹ میلیونو او ۷۰۰ زره افغانیو اختلاس تورن دي، محکمې ته ولېږل شوه

Hussain_admin
Sun, Feb 28 2021 1:13 PM

د فراه د دویمې لوا پنځم کنډک د حمایوي ډيپو د اوپراسیون آمر، د محاسبې پخوانی آمر او د محاسبې اوسنی آمر په ۲۱۷ زره افغانیو اختلاس او ۲۴۵ لیتره تېلو چې نهه میلیونه او ۷۷۶ زره او ۲۵ افغانۍ کېږي، تورن بلل شوي دي.

د فراه اسیتناف څارنوالۍ د اختلاس په تور د دغو کسانو قضیه د تحقیق تر بشپړولو وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر دویمه د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، دا کسان له وظیفوي واکه په ناوړه استفادې د ۲۱۷ لیترو تېلو اسناد بې له دې چې ذخیرې ته یې په فزیکي ډول تسلیم کړي، طی مراحل کړي وو.

د قضیې د څارنوال په وینا، دا کسان د دې اندازې د تېلو د تحویلۍ اسناد، چې هر لیتر په ۴۵ افغانیو حساب شوي او ټولټال نهه میلیونه او ۷۷۶ زره او ۲۵ افغانۍ کېږي، په ګډه اختلاس کړې دي.

د قضیې موظف څارنوال د تحقیق تر بشپړولو او اتهامنامې تر ترتیبولو وروسته د الزام د لسو دلایلو په راوړلو سره د فراه له ښاري ابتداییه محکمې څخه د اوپراسیون آمر ته د جزا کوډ د څلورمې مادې دویمې فقرې، ۳۹۱، ۵۷ او ۲۷ مادو پر اساس د مجازاتو او د ظفر ۲۰۷ قل اردو دویمې لوا پنځم کنډک حمایوي ډيپو د محاسبي پخواني آمر او د محاسبې اوسني آمر ته د جزا کوډ ۴۰۳ او ۲۷ مادو پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.