لویې څارنوالۍ کې د مارچ اتمه؛ د ښځو د پيوستون نړیواله ورځ ونمانځل شوه

ago_admin
Tue, Mar 16 2021 12:49 PM
ago

دا نمانځغونډه د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا د قضايي تعقیب په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، د عسکري مرستیالۍ سرپرست عبدالمبین رحیمي، د دغې ادارې د ځینو رئیسانو او کارکوونکو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۵ وشوه.

ډاکټر غلام حیدر علامه په دې نمانځغونډه کې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ښه ده هر کال د ښځو د درناوي په موخه دا شان ورځې ونمانځو. ښاغلي غلامه له اسلامي او انساني نظره د ښځو د مقام په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل، په نړیوالو مهمو اسنادو کې د ښځو کرامت او مقام ته زیاته توجه شوې ده.

ago

د نوموړي په باور، اسلام هم د ښځو مرتبه لوړه بللې او ښځو د اسلام د پراختیا او ودې لپاره زیاتې هڅې کړې دي. د نوموړي په وینا، دې ته په کتو د افغانستان اسلامي جهموري دولت هم په خپلو قوانینو کې ښځو ته زیات پام کړی او د دوی پر حقونو يې ټینګار کړی دی.

د قضايي تعقیب په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال په دې اداره کې د ښځو د زیاتوالي په برخه کې د دغې ادارې د رهبرۍ هڅې د قدر وړ وبللې او ویې ویل، هڅه دې وشي، چې د سړیو تر څنګ د ښځو انساني او اسلامي مقام ته هم جدي توجه وشي.

په ورته وخت کې د بشري سرچینو د مدیریت عمومي رئیس محمد ناصر همت په دې اداره کې د ښځینه کارکوونکو د زیاتوالي په تړاو وویل، چې دغې ادارې په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د ښځینه او معلولو کارکوونکو د ګومارلو په برخه کې عملي او جدي ګامونه اخیستي دي.

ago

ښاغلي همت په لويه څارنوالي کې د ښځو د مسلکي ظرفیت ستاینه وکړه او ویې ویل، دمګړۍ په دې اداره کې د ښځینه کارکوونکو شمېر ۲۲ سلنې ته لوړی شوی او د نورو دولتي ادارو په نسبت دا اداره په لومړي مقام کې راغلې ده. نوموړي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون وروستۍ سروې ته چې په دولتي ادارو کې د ښځو د مشارکت په تړاو وه، اشاره وکړه او ويې ویل چې لویه څارنوالي په دې برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ لومړی مقام ګټلی دی.

د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي توانېدلې، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې مسلکي څارنوالانې وګوماري او دا پخپله د لویې څارنوالۍ ژمنتیا په ډاګه کوي. د نوموړي په باور، په لویه څارنوالي د ښځو د ملاتړ او حضور په موخه دغې ادارې بېلابېلې پالیسۍ او طرزالعملونه ایجاد کړي او په ورستیو کالو کې يې پر سیسټم جوړونې زیاته پانګونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په لويه څارنوالي کې هر کال د مارچ اتمه د ښځو د ملاتړ په موخه د کتابونو او لاسي صنایعو په نندارتونونو نمانځل کېږي.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS