د خوست پخوانی والي او ښاروال د وظیفوي واک د ناوړه کارونې په تور محاکمه شول

ago_admin
Tue, Mar 16 2021 3:55 PM
logo

د خوست پخوانی والي حکم خان حبیبي د ملا جان زوی او د دغه ولایت پخوانی ښاروال عبدالبصیر محمدزی د عبدالوکیل زوی نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۶ د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا محاکمه شول.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د خوست د دخولي او خروجي دروازو مامورانو د باروړونکو موټرو د محصولي پاڼو په بدل کې له موټرچلوونکو څخه پنځه زره او ۵۰۰ افغانۍ اخیستې؛ خو په اصلي کُنډه کې يې یوازې ۵۰۰ افغانۍ لیکلې.

دغو مامورانو په خپل اعتراف کې ویلي، چې دا ناقانونه کار يې د ځینو ستونزو له کبله کړی. دوی ویلي، هره میاشت يې د والي او ښاروال په مستقیم هدایت د دغه ولایت مېلمستون لپاره ۷۰ زره افغانۍ د دغه ولایت ښاروالۍ مالي او اداري آمر ته ورکولې.

د قضيې موظف څارنوال دا دوسیه د تحقیق تر بشپړولو او اتهامنامې او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته د اسنادو او شواهدو پر اساس محکمې ته لېږلې او له قضايي پلاوي يې تورنو ته د جزا قانون د ۳۱۳، ۲۸۵، ۱۵۸، ۳۸ او ۳۹ مادو او د ښاري خدمتونو د محصول قانون د یوولسمې مادې او د جزا کوډ د ۱۷ مادې پر اساس د سزا غوښتنه کړې وه.

د اداري فساد لویو جرایمو ته د رسیدګۍ استیناف محکمې قضايي پلاوي د خوست پخوانی والي حکم خان حبیبي ته د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله برائت او د دغه ولایت پخوانی ښاروال عبدالبصیر چې درې کاله او ۱۳ ورځې يې په بند کې تېرې کړې، کافي وبللې.

د یادونې وړ ده، چې د خوست پر پخواني والي او ښاروال سربېره د دغه ولایت درې کارکوونکي هم په دې قضيې کې د لاس لرلو په تړاو د عدلي تعقیب وړ بللي وو، چې د دوو کسانو په اړه د ابتداییه محکمې پر پرېکړې قناعت شوی او د یوه بل کس محاکمه، محکمې ته د نه حاضرېدو په دلیل بل وخت ته وځنډېدله.

دا په داسې حال کې ده، چې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې حکم خان حبیبي ته د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله برائت ورکړی و، عبدالبصیر يې پر یوولسو میاشتو تنفیذي حبس او درې نور تورن يې پر ۱۴ کالو او شپږو میاشتو، ۱۲ کالو او شپږو میاشتو او پنځو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړي وو.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS