رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ په هکله روزنیز پروګرام جوړ شو

Hussain_admin
Sun, Mar 28 2021 9:24 AM
د جنسیتي برابروالي په هکله دوه ورځنی پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د افغانستان له عدلي سکتور څخه د ملاتړ پروګرام (JSSP) له لوري جوړ شو. دغه پروګرام د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، له ښځو د ملاتړ او د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست ځینې کارکوونکو ته د وري پر درېیمه جوړ شوی و. د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست رییسې لیدا حیدري د دغه پروګرام موخه په ټولیزې رسنیو کې د جنسیتي برابروالی او په دې برخه کې د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوی وباله. د نوموړې په خبره اوس وخت کې رسنۍ په خصوصي او دولتي ادارو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې مهم او بنسټيز رول لري. نوموړې د دغه پروګرام ګډونوالو ته په اشارې زیاته کړه، چې خپل نظریات او وړاندیزونو سره هڅه وکړي؛ تر څو دې برخه شته ستونزې په ګوته او اړینه لار ورته پیدا کړي. دغه پروګرام کې د جنسیتي برابروالي، جنسیتي مسایل او رسنۍ، د ټولیزو رسنیو رول د جنسیتي برابروالی برخه کې او رسنیز اخلاق تحلیل او تشریح شول. افغانستان کې رسنیز اخلاق او د رسنیو ټولیزو اخلاقو قانون نور هغه موارد و، چې دغه پروګرام کې ګډوانوالو ته زده کړه ورکړل شوه.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS