یو کس له یوه هېوادواله د باج اخیستنې په تور په بالفعل ډول ونیول شو

ago_admin
Tue, Mar 30 2021 1:55 PM
کنترول و مراقبت

د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د زرو امریکايي ډالرو باج اخیستنې پر مهال لاس په لاس نیولی دی. دا تورن د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته د یوه هېوادوال له خوا د شکایت په پایله کې د دغې څارنوالۍ او د کابل امنیه قوماندانۍ د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اتمه نیول شوی.

د روان کال د وري پر اوومه یوه هېوادوال د یوه نامعلوم کس له خوا د باج اخیستلو له کبله دغې څارنوالۍ ته شکایت کړی و چې ځینو کسانو دی د واټساپ شخصي شمېرې له لارې تهدید کړی، چې د نوموړي د کورنۍ د فیلم او عکس د نه خپرېدو په بدل کې پيسې ورکړي. شکایت کوونکي په خپلې عریضې کې لیکلي، چې باج اخیستونکو له ده څخه لومړی ۱۰۰ زره امریکايي ډالر، بیا ۵۰ زره غوښتل، چې په پایله کې په ۱۰ زرو امریکايي ډالرو سره سلا شوي وو.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ریاست د شکایت تر ارزونې، تحلیل او مستندولو وروسته د اپراتیفي عملیاتو په پایله کې یو تورن د لس زرو امریکايي ډالرو له جملې د زرو امریکايي ډالرو باج اخیستلو پر مهال د کابل په بهارستان سیمه کې ونیوه او دمګړۍ تر تحقیق او توقیف لاندې دی. نیول شوي کس په خپلو اظهاراتو کې ویلي، چې د یوه بل کس د هدایت پر اساس د دغو پیسو پر اخیستلو موظف شوی و.

لويې څارنوالۍ د دغې قضيې د تورنو جرمي شریکانو د نیولو قرار کشفي او امنیتي بنسټونو ته صادر کړی دی. دمګړۍ دا قضیه تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ده او د تحقیقاتو او محاکمې پایله به یې له هېوادوالو سره شریکه شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد د مبارزې، د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې پرېکنده او جدي ګامونه اخلي او په دې برخو کې به هېڅ مجرم معاف نه کړي.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS