کاپيسا استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۶۷ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Tue, May 04 2021 3:01 AM
ago

د کاپيسا استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۶۷ قضیو ته رسیدګي او دا قضيې يې ثبت کړې دي.

په دغو قضیو کې ۳۱ قضیې د قتل، ۳۳ د غلا، ۹ د اخلاقي جرایمو، ۳۵ د نشه يي توکو، ۴۱ د ترافیکي جرمونو، ۲ قضيې د مالي او اداري جرمونو، ۱۰ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۰۶ قضيې د نورو متفرقه جرایمو په تړاو دي.

له دې دلې ۲۰۹ قضيې د صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې، ۸۶ قضيې د ابتداییه محکمې پرېکړې په بر کې نیسي، ۲۵ قضیې ابتداییه محکمې کې لا هم پاتې، ۵۰ قضيې د استیناف محکمې پرېکړې په بر کې نیسي، ۴۲ قضيې محاکماتي مراحل بشپړ کړي او ۶ قضیې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

دغو قضیو ته رسیدګي په پایله کې ۶ ګرامه هیرویین، ۲۳۴ ګرامه تریاک، ۱۰۱۷ ګرامه چرس، ۳ ګرامه شیشه هم مصادره شوې ده.

همداراز یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه د دولت خزانې ته د نقدي جریمې په توګه ۵۰۲ زره افغانۍ هم لېږل شوې دي.