د نورستان استیناف څارنوالۍ نوی رئيس معرفي شو

Hussain_admin
Mon, Jun 07 2021 8:23 AM
ago

د نورستان استیناف څارنوالۍ نوی رئیس محمد انور فقیرزی د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر اتمه د دغه ولایت د والي حافظ عبدالقیوم، د استیناف محکمې رئيس، امینه قوماندان او د دغه ولایت د ځینو رئیسانو له خوا معرفي شو.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د استیناف څارنوالۍ رئيس ته په اشارې، له دغې څارنوالۍ سره د ولایت مقام د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

بلخوا د استیناف څارنوالي نوي رئيس وویل، چې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې به له هېڅ هانده مخ نه اړوي او له اړوندو ادارو سره په همغږي او همکارۍ به اجراات کوي.