لویه څارنوالي کې نوي رئیسان معرفي او په کار یې پيل وکړ

د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام په منظورۍ، د داخلي اصلاحاتو، د روڼتیا تأمین، د قانون ټینګښت او د عدالت د تأمین لپاره، د دغې ادارې په مرکزي ریاستونو کې تبدیلۍ او ګومارنې وشوې.
د دغو رئیسانو د معرفي غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۷ د لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم، د دغې ادارې مرستیالانو او رئيسانو په حضور وشوه او په دې غونډه کې د وړتیا او تخصص له مخې پر ګومارنو، د عدلي ښو خدماتو پر وړاندې کولو او د عدالت پر تأمین او له مراجعینو سره پر ښه سلوک ټینګار وشو.
تر دغې غونډې وروسته نوي رئيسان د لویې څارنوالۍ د مرستیالانو، سلاکارانو او کارکوونکو په حضور اړوندو ریاستونو ته معرفي شول، چې نوي رئيسان په لاندې توګه دي:
- احمدشهاب شکوهمند، د حقوقو ماسټر، د لویې څارنوالۍ د مقام عمومي رئيس
- جمشېد رسولي، د حقوقو ماسټر، د جرایمو د تحقیق څارنوالۍ رئيس
- نیازمحمد راسخ د حقوقو لېسانس، د سمنګان استیناف څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د ناقانونه شتمنیو د اعادې څارنوالۍ رئيس
- مشتري دانش د حقوقو لېسانسه، په عامه او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئیسه
- نگینه خلیلي د حقوقو ماسټره، د جرمونو د قضیو د ثبت (CMS) پخوانۍ رئیسه، اوس په عامه او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیسه
- گلرحمن مموزی، د حقوقو لېسانس، د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس د کابل د ختیځ زون استیناف څارنوالۍ رئیس
- څارنیار فرید احمد، د حقوقو لېسانس، د سترې محکمې د عامه امنیت څارنوالۍ رئیس
- څارنمل اخترجان پکتین، د حقوقو ماسټر، په نظامي چارو کې حقوقي سلاکار
- منصوره نورستانۍ، د شرعیاتو لېسانسه، د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ ریاست د تمیز څارنوالۍ رئیسه
- حضرت بلال شینواری، د شرعیاتو لېسانس، د جرمونو د قضیو د ثبت (CMS) رئيس
- محمداکلیل، د حقوقو لېسانس، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې ریاست ابتداییه څارنوالۍ رئيس
- عبیده، د حقوقو لېسانسه، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې عمومي ریاست د تمیز څارنوالۍ رئيسه
- عبدالصبور، له نشه يي توکو سره د مبارزې استیناف څارنوالۍ رئيس
- امامالدین، د حقوقو ماسټر، د تدقیق او استهدااتو د رسیدګۍ رئیس
- محمدهارون ستانکزی، د حقوقو ماسټر، د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئيس
- عبدالفتاح، د شرعیاتو لېسانس، د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ رئيس
- برید جنرال عبدالله، د حقوقو لېسانس، د مرکزي زون عسکري استنیاف څارنوالۍ رئیس
- ډگرمن محمد مهدي باتور، حقوقو ماسټر او د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست ابتداییه څارنوالۍ ریاست د قضیو د تعقیب څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د عسکري جرایمو د تحقیق څارنوالۍ رئيس
- جګړن ادریس، د حقوقو لېسانس، د کاپيسا ولایت د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس په نظامي چارو کې حقوقي سلاکار
- جګړن اجمل شعیب، د حقوقو لېسانس، په نظامي چارو کې حقوقي مشاور
- جګړن محمدخان، د حقوقو ماسټر، د کندهار عسکري ابتداییه څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس د کورنيو چارو وزارت د عسکري ابتداییه څارنوالۍ رئیس
- جګړن نصیراحمد، د حقوقو لېسانس، د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ عمومي ریاست د قضیو د تعقیب رئیس
- جګړن محمدعارف، د حقوقو ماسټر، د کونري او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې ابتداییه څارنوالۍ رئيس
- تورن امید، د حقوقو لېسانس او د لغمان د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق پر چارو د نظارت څارنوالۍ رئیس
- تورن عبدالسلام، د حقوقو لېسانس او د میدان وردګ د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ابتداییه ریاست د تحقیق څارنوالۍ رئيس