د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
Thu, Aug 12 2021 8:07 AM
ago

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح‌الله کلیم په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر شلمه وشوه.

په پيل کې د لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح‌الله کلیم د اته ګونو کمېټو او په درېیو وروستیو میاشتو کې په دې اداره کې د اجرااتو د چټکتیا ستاینه وکړه او زیاته يې کړه، چې په دې اداره کې چارې مخ په ښه کېدو دي.

ښاغلي کلیم په دې اداره کې نویو رئیسانو ته د مسؤولیتونو مبارکي ورکړه او زیاته يې کړه، چې د تغییر او تبدیل موخه د چارو ښه والی او د ښو عدلي خدماتو وړاندې کول دي. خلک هیله من دي، چې د دغې ادارې په چارو کې مثبت تغییر راشي. د لویې څارنوالۍ سرپرست زیاته کړه، چې په ټولو کچو کې باید صلاحیتونه مسؤولانه اعمال او له دې سره به د خلکو ستونزې پر وخت حل شي.

د غونډې په لومړۍ برخه کې، د لوګر استیناف څارنوالۍ د یوه اداري کارکوونکي په تړاو چې په خدمتي توګه په بغلان استیناف څارنوالۍ کې دنده ترسره کوي، بحث وشوه.

د عالي شورا غړو په دې هکله تر بحث وروسته تفتیش څارنوالۍ ریاست ته دنده وسپارله، چې د نوموړي کاري سوابقو ته په کتو، موضوع په دقیقه توګه بررسي او د عالي شورا راروانې غونډې ته راپور وړاندې کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست استهداییه چې د لویې څارنوالۍ د ځینو منسوبینو د تقاعد حقوقو د نه اجرا په هکله وه، بحث وشو. دا متقاعدین د ناروغۍ له کبله متقاعد شوي دي.

د عالي شورا غړو د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ استهداییې تر اورېدو وروسته، یوه کمېټه وګمارله، چې دا موضوع له عدليې وزارت سره شریکه او د دغه وزارت تر قانوني مشورې وروسته د څارنوالۍ د منسوبینو د تقاعد حقوقو د اجرا په هکله د تقاعدو د خزینې له عمومي ریاست سره تفاهم وشي.

د غونډې په درېيمه برخه کې، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د دندې او واکونو مسوده د عالي شورا غړو ته وړاندې شوه.

عالي شورا په دې هکله تر بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو نوی قانون چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست صلاحیتونه هم پکې راغلي، د نورو پړاونو د بشپړولو په موخه عدلیې وزارت ته لېږل شوی دی؛ نو د دغه قانون تر انفاذ او د لویې څارنوالۍ د مشرتابه لیدلوري ته پام به پر دې مقررې به بحث وشي.

د غونډې په څلورمه برخه کې، د مسکوني ودانیو د تلاشي او تفتیش په عملیاتو کې د څارنوالانو د اجرااتو طرزالعمل چې د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی، د عالي شورا غړو ته ارایه شو.

د عالي شورا غړو پرېکړه وکړه، چې دا طرزالعمل د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیال د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره په همغږۍ شریک او د یوه تفاهم له مخې دې نهايي او طی مراحل شي.

د غونډې په پنځمه برخه کې، د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ملاتړ طرزالعمل پر مسودې بحث وشو.

عالي شورا په دې هکله تر بحث وروسته یاد طرزالعمل په پرنسیب کې تایید کړ او د سرچینو او ادارې عمومي ریاست ته يې دنده وسپارله، چې د عالي شورا د غړو تر نظریاتو او د کمیټو تر تصحیح وروسته دې تکثیر شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لویې څارنوالۍ غړو د ولایتونو ناوړه امنیتي وضعیت ته په کتو، د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه کمېټې ایجادې او لازمې پرېکړې وکړې.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS