الحاج مولوي شاه محمد شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

Hussain_admin
Sat, Dec 25 2021 10:48 PM
شاهد

د نوموړي د معرفي غونډه نن شنبه د ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر څلورمه وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباقي منصور، شیح الحدیث عبدالحمید حماسي، ځینو رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود.

new loi

د غونډې په پيل کې د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباقي منصور ګډونوالو ته د لويې څارنوالۍ د سرپرست او مالي او اداري چارو مرستیال د ریاست الوزرا حکم ابلاغ کړ. ښاغلي منصور وویل، چې د هر نظام ستنې پر اداري سیسټم ولاړې دي او هر نظام که پرمختګ غواړي، باید د اداري سیسټم د پياوړتیا لپاره هڅې وکړي.

new loii

هغه وویل، موږ او تاسې ټولو ته پکار ده، چې د دې مظلوم ملت او افغانستان خدمت په سمه توګه وکړو.

ورته مهال د لويې څارنوالۍ سرپرست او د دغې ادارې مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي شاه محمد شاهد لویه څارنوالي د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې یوه مهمه اداره وبلله او دا اداره يې د تحقیق او په شرعي محکمه کې د دعوا د اقامې تر څنګ د شرعیت او قانون د یوشان پلي کېدلو بنسټیزه مرجع یاده کړه.

ښاغلي شاهد ډاډ ورکړ، چې لویه څارنوالي به د ملت پر وړاندې مسووله او د اسلامي شریعت او قوانینو په اړه یوه بې طرفه اداره وي. نوموړي ژمنه وکړه، چې دا اداره به په خپلواکه توګه اجراات کوي.

مولوي شاه محمد شاهد زیاته کړه: «اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یوشان پلی کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته.»

د لویې څارنوالۍ سرپرست د دغې ادارې له ټولو پخوانیو متخصصو، کارپوه او پاک نفسه کارکوونکو څخه غواړي، چې دندو ته حاضر او د اسلامي امارت تر چتر لاندې خپل وطن ته د خدمت جوګه شي.

همداراز په دې غونډه کې شیخ الحدیث مولوي عبدالحمید حماسي د دغې ادارې له ټولو کارکوونکو غوښتنه وکړه، چې نظام کې د اصلاحاتو او خلکو ته د خدمت کولو په موخه لاس یو کړي. هغه دا د ټولو ګډ مسوولیت وګاڼه، چې له ظالمه د مظلوم حق واخلي.

دا غونډه په هېواد کې د تلپاتې ارامتیا په دعايې پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS