د ایران له زندانونو شاوخوا ۱۷۲۸ افغان بندیان افغانستان ته د لېږدولو لپاره تثبیت شول

Hussain_admin
Mon, Mar 13 2023 9:07 AM
ایران

د ایران د اسلامي جمهوري دولت په رسمي بلنې د ا.ا.ا لوی څارنوال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب پر پنځمه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان المعظم له درېیمې سره سمون خوري، د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د لېږدولو په موخه دغه هېواد ته لاړ او د نوموړي هېواد له چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.

د ا.ا.ا لوی څارنوال او مل پلاوي یې د عدلیې وزیر، د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د بندیانو د لېږد رییس، د قضایه قوې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو مرستیال، د جمهوري ریاست له مرستیال، کابل کې د ایران جمهوري دولت سفیر او د بندیانو چارو له چارواکو سره او قضايي قوې له برخو او بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ له برخو څخه لیدنې وکړې.

تفاهم نامه ایران

هغوی د ایران په زندانونو کې د افغان محکومانو د لېږد پر څرنګوالي او په بهر کې د هغوی د حقونو د ملاتړ او د ا.ا.ا او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنو کې د ایران په ۲۱ ولایتونو کې د شپږ زره او ۶۲۰ افغان بندیانو له ډلې شاوخوا یو زر او ۷۲۸ افغان بندیان هېواد ته د لېږدولو لپاره تثبیت او وپېژندل شول.

دغه راز په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په درېیو پړاوونو کې په ایران کې د یو زر او ۵۰۰ بندیانو لېږد زمانبدي شو، چې د هوکړې له مخې ښځينه بندیانو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. د ا.ا.ا پلاوي د ایران اسلامي جمهوري دولت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې دې بهیر ته په راتلونکو کلونو کې هم دوام ورکړي.

تفاهم نامه ایران

د ایران اسلامي جمهوریت له ا.ا.ا پلاوي سره د شاوخوا څلور سوه بندیانو د لېږدولو چې په قصاص (اعدام) محکوم دي، په هغو مواردو کې چې د قضیې اړخ افغانان دي، له قضايي چارواکو  سره له مجوز وروسته موافقت او تیاری وښود.

دغه راز د ایران اسلامي جمهوري دولت د هغو ۲۵۰ بندیانو چې پر اعدام محکوم دي او په تعزیري جرایمو په ځانګړې توګه د مخدره توکو په قاچاق محکوم دي، د مجازاتو پر تعدیل موافقت او د تیاری وښود.

په دې ناستو کې د ایران اسلامي جمهوريت ژمنه وکړه، چې د ا.ا.ا چارواکو له غوښتنې وروسته د زندانونو چارو ادارې د منسوبانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د بندیانو د ساتنې او د بندخونو په چارو کې د تجاربو شریکولو ته تیار دي.

دغه راز د ا.ا.ا چارواکو په غوښتنه، ایراني چارواکو د ټکنالوژۍ سیسټمونو د پیاوړتیا، او د قضايي سیسټم د تجهیز او په دې برخه کې د تجربو شریکولو لپاره هم د تیارۍ ډاډ ورکړی دی.

ایراني چارواکو د کرنیزو برخو د تجهیز او د مخدره توکو د بدیل په موخه د اصلاح شویو بذري تخمونو د مرستې تیاری وښود. دا تیاری د افغانستان د ا.ا د مشرتابه له لوري د مخدره توکو د کرلو، تولید او قاچاق د منع کولو په موخه ښوول شوی دی.

دغه راز د ا.ا.ا پلاوي د ایران د جمهوري ریاست له مرستیال سره په لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې په ۱۰ شمېرو کې له نوموړي سره شریکې کړې او د هواري غوښتنه یې وکړه.

تفاهم نامه ایران

د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا لوی څارنوال په مشرۍ پلاوي له لوري له ایراني چارواکو سره د شویو پرېکړو او مذاکراتو وروسته، د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب پر ۱۵ د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

په لومړي پړاو کې ۲۶۲ افغان بندیان د ایراني پلاوي له لوري د اسلام کلا بندر کې افغاني پلاوي ته وسپارل شول او دا بهیر روان دی.

Latest news

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

Wed, Dec 04 2019 2:50 AM
Background image

Badghis Mayor Discharged by the Appellate Court of the ACJC

Abdul Qadi Kamran, son of Abdul Ghani, Mayor of Badghis province convicted by the Appellate Court of the Anti-Corruption and Justice Center (ACJC) on the charge of falsification,. . .

BACK TO NEWS