غور استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۵۴۱ قضیې څېړلې دي

Ago
Sun, Dec 01 2019 11:00 AM
ghoor

غور استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې د شپږو ښځو او شپږو ماشومانو په ګډون د ۱۱۸ کسانو په مظنونیت سره ۵۴۱ قضیې څېړلې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ۳۹۹ قضیې د صورت دعوو او اتهامنامو له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې، چې پر ۲۰۰ یې وروستۍ پرېکرې شوې او ۱۹۹ د درې ګونو محکمو تر کار لاندې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۵۲ د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله ساتل شوې، ۷۶ تر کار لاندې او ۱۴ نورې اړونده مراجعو ته استول شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له دې جملې څخه ۱۶ قضیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۲۲ د اداري فساد او ډیری نورې د وهلو ډبولو، غلا، ګواښ او دوکې په اړه دي.

په راپور کې د راغلې شمېرې پر بنسټ، دغه ریاست په یادو قضیو کې د نغدي جریمې په پایله کې ۹۵۸ زره او ۷۶ افغانۍ په لاس راوړې او د دولت په پرېکنده حساب یې مرکزي بانک ته استولې دي.

غور استیناف څارنوالي پخپل راپور کې راوړي، چې د یاد ولایت زندان کې د پنځو ښځو او یو ماشوم په ګډون پر ۷۵ کسانو د بښنې او بند مودې کمونې فرمان پلی شوی او له امله یې ۳۸ کسان ازاد شوي او د ۳۷ نورو د بند موده کې کموالی راغلی دی.

دغه ریاست پخپل راپور کې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې لګونې په اړه هم یادونه کړې او زیاتوي، چې دغه ریاست ته ۶۰۰ زره افغانۍ تخصیص ورکړل شوی و چې د یاد ولایت د استیناف او نهه ګونو څارنوالیو د اړتیاوو پوره کولو په پار سل سلنه لګول شوی دی.

غور استیناف څارنوالۍ ریاست له اداري فساد سره د اغېزناکې مبارزې او د غورمېشتو د مستقیمو شکایتونو د اورېدنې په موخه د کنترول او مراقبت ریاست اړیکشمېره په استیناف او ابتدایه څارنوالیو کې فعاله کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، یاد ریاست د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې د نمانځنې ترڅنګ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل کړی دی.

پر دې سربېره غور استیناف څارنوالۍ ریاست د عامه پوهاوي، قانون واکمنۍ اوعدالت ټينګښت په برخه کې د ښې همغږۍ په موخه د یاد ولایت له سیمه ییزو، کشفي او قضایي بنسټونو سره بېلابېلې ناستې کړې دي.