د لویې څارنوالۍ عالي اداره

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، د هېواد د اساسي قانون د ۱۳۴مه مادې له مخې، د اجرائیه ځواک برخه ده او په خپلو کړنو کې خپلواکه او د قانون د احکامو تابع ده. د جرمونو څېړنه او په محکمه کې د تورن په وړاندې د دعوې اقامه، د دغې ادارې بنسټیزې دندې جوړوي. د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د دلویې څارنوالۍ رهبري، ډاډ درکوي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایت سره به د افغانستان د وګړو له حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي، چې له اسلامي ارزښتونو، حقونو او ازادیو، انساني کرامت او د وګړو بشري حقونو ته درناوی او ترې دفاع، د لویې څارنوالۍ یو له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا اداره د افغانستان د وګړو له حقونو څخه د دفاع په خاطر، ټولې قضایاوې په قاطعیت، استقلالیت او بشپړې بې پلوې او د عدالت او انصاف په رعایت سره څېړي او د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې تصمیم نیسي.

د لوی څارنوال د مبارکۍ پیغام 

۱ اونی مخکې

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ بنسټ د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۴ ماده او د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون په څلورمه ماده کې په واضح ډول څرګند شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ټولې دندې(د جرمونو عمومي څېړنه، د جزایي اقامې دعوا او په محکمو کې پر تورنو د همدې دعوا تعقیب، چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې سره یې تر سره کوي، واضح شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د افغانستان د خلکو فردي خپلواکي او د هغوی د حقونو ساتنه او په هېواد کې د قانون حاکمیت او د عدالت تأمین، خپل اساسي لومړیتوبونه ګڼي. یاده شوې اداره د جرمونو څېړنه او پر تورن د دعوا اقامه بې له قومي، ژبنيو، حزبي او سمتي مسائېلو په جدي او خپلواکه توګه څېړي او هېچا ته به اجازه ورنکړې، چې د یادې شوې ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي. د قضیو په څېړنه کې د لویې څارنوالۍ د اجرااتو معیار یوازې شته اسناد، مدارک او د قانون احکام بلل کیږي. دغې ادارې په دې وروستیو کلونو کې یاده شوې مسله هېوادوالو ته په عملي توګه ثابته کړې ده. نور ولولئ . . .

محمد فرید حمیدی
333

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

د جنرال حبیب الله احمدزي ادعا به د افغانستان د علماوو سراسري شورا، رسنیو، د افغان ښځو شبکې، د مدني ټولنو نهادونو او د روڼتیا څار بنسټ په شتون کې وڅېړل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۳ د یو رسمي لیک له لارې له یادو ادارو غوښتي، چې د څېړنې د ترسره کولو په موخه خپل استازي دغې ادارې ته وروپېژني . . .. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

په لویه څارنوالۍ کې د عدلي سکتور د اصلاحاتو شاخصونه پر خپل ټاکلي وخت پلي کېږي

اروپایي ټولنې تېر زېږدیځ کال د قوانینو د تعدیل او غني کولو، د څارنوالانو او د لویې څارنوالۍ د اداري، بشري سرچینو، ظرفیت لوړونې، اداري فساد او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په برخو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۶
Background image

د ماشوم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ماشوم نړیواله ورځ د یادې ادارې د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۲ ونماځله . . .

راپورونهنور دلته

چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۵۸
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ . . .

ولایتي خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۱:۲۱

۳۴ تنه بندیان د څلورو ماشومانو په ګډون د لغمان له محبسه خوشې شول

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د څلورمې ګڼې فرمان له مخې د ۱۳۹۸ کال د غوایي پر دیرشمه، له بنده خوشې او د ۱۳ تنو نورو د بند په موده کې کموالی راغې . . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۵

د ننګرهار له محبس څخه ۱۲۰ تنه بندیان خوشی شول

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۱۱ له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۰:۴۰

د وینې ټولولو کمپاین ترسره شو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د لارښونې سره سم د «د وطن سرتیریه! ستا وینه زموږ عزت دی» تر شعار لاندې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ او هلمند ولایتونو د استیناف څارنوالیو. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د لویې څارنوالۍ فعالیتونه د انځورونو له مخې

د اداري فساد پر ضد د لوی څارنوال پیغام

لوی څارنوال د عدالت، ښې حکومتولۍ او تلپاتې پرمختګ په کنفرانس کې