د لویې څارنوالۍ سرپرست ژوندلیک
د افغانستان اسلامی جمهوری دولت
د لویې څارنوالۍ سرپرست ژوندلیک
محترم ذبیح الله کلیم په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال کې چې د ۱۹۸۲ زېږدیز کال سره برابر دی، د لوګر په یوه متدینه کورنۍ کې زېږېدلی.
زده کړې
ښاغلي کلیم لومړنۍ زده کړې په المدینة المنوره الخیریة العالمیة مؤسسې کې پای ته ورسولې. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پېښور له لجنة الدعوة الاسلامیة عالي انستیتیوت څخه فارغ شو او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د لوړو زده کړو په موخه مصر ته لاړ.
ښاغلي کلیم په ۲۰۰۸ کې د الازهر پوهنتون د قانون او فقې له رشتې څخه د لېسانس سند ترلاسه او پر هماغه کال يې د قاهرې په عین الشمس پوهنتون کې د ډیپلماسۍ په برخه کې خپل مطالعات په بري سره پای ته ورسول.
نوموړي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د دیویس پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه د تطبیقي نړیوالو حقوقو په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړ او د زده کړې د ترلاسي په وروستي منزل کې يې په ۲۰۲۰ کال کې یو ځل بیا د مصر الازهر پوهنتون د فقې او قانون پوهنځي د اسلام سیاست په برخه کې خپل تحقیقات پيل کړل.
کاري تجربې
ښاغلی ذبیح الله کلیم، د ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، عدالت ته د لاسرسي او د بشر حقوق د ملاتړ په بېلابېلو برخو کې په ملي او نړیواله کچه ۱۴ کلنه تجربه لري.
د نوموړي د دولتي ماموریتونو له ډلې کولای شو، له ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۰ پورې د ملي امنیت عمومي ریاست په لومړي بست کې د علماء او ملي پروسې د ملاتړ ریاست او له ۱۳۹۷ تر ۱۳۹۹ پورې د عدليې وزارت د دولت قضیو په لومړي بست کې ریاست ته اشاره وکړو.
د نړیوالو سازمانونو په برخه کې
ښاغلي کلیم د درېیو کالو لپاره (۲۰۱۵ – ۲۰۱۸) د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د قانون حاکمیت په برخه کې مسوولیت پر غاړه لاره.
تر دې ورهاخوا، له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ پورې د افغانستان د ملګرو ملتونو په استازیتوب يې عدالت ته د لاسرسي په برخه کې مسؤولیت پر غاړه درلوده.
له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې د نړیوالې کاونټرپارټ مؤسسې مرستیال، له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ پورې يې د ملګرو متلونو سازمان د عدالت او بشر حقونو د برخې د مسؤول او له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې په مصر کې د دولتي راډیو د پښتو څانګې مسؤول مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
همداراز ښاغلي کلیم له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۷ پورې د Habitat International Coalition (HIC) کې په رضاکارانه توګه دنده پر مخ بېولې او په نړیواله کچه د دغه بنسټ د «اوسېدنځي حقوق مبصرانو او مدافعانو ته د مرجع دایرةالمعارف» حقوقي څېړونکی او ارشد طراح هم و.
په روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون
ښاغلي کلیم د نړیوالو حقوقو، جنیستي برابرۍ، بشر حقوق او د نړیوالو بشردوستانه حقوقو په برخه کې په مصر، سوډان، د امریکا متحده ایالاتو کې په ګڼو لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو کې ګډون کړی دی. له دې ډلې د پراختیا په حال کې هېوادونو د بشر حقوق، پایداره پراختیا او ثبات «د ملي پراختیا له مخې حقوق» روزنیز پروګرام چې د پاکستان نړیوالې مؤسسې له خوا دایر شوی و – د مهمو ټولنیزو تحولاتو په ایجاد کې د ښځو د رول او جنسیتي برابرۍ په اړه په کینیا هېواد کې د «جنسيت او مقاومت» پروګرام کې ګډون چې په ۲۰۱۶ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې برخې له خوا د جنسیتي برابرۍ او ښځو د توانمندۍ په اړه دایر شو – د سوډان د بشر حقونو ملي کمېسیون (NCHR) په روزنیز پروګرام کې ګډون، د سوډان په درفور کې د سولې د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو معاونیت (UNAMID) او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) چې د بشر حقوقو د دوره يي او نړیوالې ارزونې د دویمې ناستې د توصیو په اړه (UPR – Universal Periodic Review) چې په سوډان کې په ۲۰۱۷ کې دایر شوی و، ګډون ته اشاره وکړو.
ویاړنې او لاسته راوړنې
د ښاغلي کلیم فعالیتونه ګڼو دولتي او غیردولتي بنسټونو ستایلي چې له دې ډلې دغو ستاینو ته اشاره کوو:
- د عدليې وزارت له خوا د قانون د حاکمیت، د عدالت د تحقق او په خدمت کې د ژمنتیا په پار ښاغلي کلیم ته د څو ستاینلیکونو تفویض؛
- ښاغلی کلیم په ۲۰۱۴ کې د نړیوالې مؤسسې Heavenly Culture, World Peace and Restoration of Light له خوا د بحران په حال هېوادونو کې د حقوقي او بشردوستانه خدماتو د ارایه کولو او سولې او ثبات د تحکیم په برخو کې د دغه بنسټ د سفیر په توګه وټاکل شو؛
- په ۲۰۰۱ کال کې د کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې له خوا د بشردوستانه خدماتو د ارایه کولو په برخه کې د ژمنتیا او صداقت لپاره د نوموړي ستاینه؛
- د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې د جنسیتي برابري او ښځو د توانمندۍ لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې (UN – Women) له خوا د توسعې په حال هېوادونو کې د جنسیتي برابرۍ د تحقق لپاره د هڅو له امله ستاینه؛
- د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) له خوا په افغانستان او سوډان کې د توسعې په برخو کې د پرله پسې هڅو له کبله د نوموړي ستاینه؛
- د مصر الازهر پوهنتون له خوا په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د کال د محصل د رقابتي پروګرام په پایله کې د ښاغلي ذبیح الله کلیم غوره کېدل؛
ښاغلی کلیم په ملي ژبو (پښتو او دري) په عربي، انګلیسي او اردو هم تسلط لري.
ښاغلي کلیم Habitat International Coalition (HIC) مؤسسه کې د «اوسېدنځي حق مبصرانو او مدافعانو ته د نړیوالې مرجع دایرةالمعارف» د تدوین تر څنګ د نړیوالو غیردولتي سازمانونو او ولسي حرکتونو د ادعاوو د ارزونې په تړاو، د بشر حقوق اړوند مسایلو په تړاو او د توسعې په حال کې هېوادونو کې د مسکن لاسرسي حق په اړه ګڼې څېړنې کړي دي.
نوموړي نړيوالې جزا او په مصر، سوډان، افغانستان، امریکا کې د اړوندو طرزالعملونو اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي تاثیر په اړه څو تطبیقي تحقیقات کړي، چې له ډلې يې «د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د مهاجرانو او پناه غوښتونکو نیول» تحقیق د کالیفورنیا د دیویس پوهنتون د حقوقو پوهنځي له خوا خپور شوی دی.