بدخشان استیناف څارنوالۍ ۸۰۶ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۳:۵۳

بدخشان استیناف څارنوالۍ ۸۰۶ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي

د بدخشان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې په ۸۰۶ قضیو ته رسیدګۍ کړې ده. د همدغو قضیو له ډلې يې ۳۸۵ قضیې ابتداییه محکمې ته لېږلې دي او ۹۷ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي. همداراز ۲۹۷ قضيې هم نهايي شوې او ۲۷۲ نورې قضيې تر کار لاندې دي او په اړه به یې ډېر ژر پرېکړې وشي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۴ میلیونه، ۵۲ زره او ۷۵۴ افغانۍ د دولت خزانې ته تحویل شوې دي او همداراز مختلف النوع وسلې هم مصادره شوې دي.

دغه ریاست په روان مالي کال کې د محبس مدیریت، د ماشومانو د اصلاح او نظارت خونې لیدنه میاشتنۍ کړې او د بندیانو د مشکلاتو د رفع کولو لپاره يې لازم اقدامات اخیستي دي. همداراز د بندیانو د روزنې لپاره یې ګڼ لنډمهالي روزنیز پروګرامونه هم ترسره کړي.

دغه څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې، د کاري روڼتیا په موخه له عدلي او قضايي ادارو سره د همغږۍ غونډې کړې دي. همدارنګه د بدخشان استیناف څارنوالۍ د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه يې له محلي بنسټونو، ولسوالانو، د محکمو له رئيسانو او د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د همغږۍ ناستې کړې او په دې ناستو کې له کشفي، عدلي او قضايي بنسټونو سره پر همغږۍ ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د بدخشان استیناف څارنوالۍ ۲۵ مسلکي کارکوونکو هم د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو کې ګډون کړی دی.