جوزجان استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۲ قضیې څېړلې دي

Ago
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۳:۵۳
جوزجان

جوزجان استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۳۰، د نوامبر د ۲۵ مې (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ) د نمانځنې ترڅنګ، د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین پیل کړ.

په دغه پروګرام کې د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي، د ولایتي شورا غړو، د کورني او بهرني امنیت او عسکري څارنوالیو رئیسانو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د جرمو څېړنې محکمې رئیس او غړو، د عدلیې رئیس او د یاد ولایت ځینو نورو مسؤولینو ګډون کړی و.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس په دغه پروګرام کې وویل، چې یاد ریاست د روان مالي کال له پیل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۲ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي. د نوموړي په خبره، له دې جملې څخه ۲۶ قضیې محکمې ته لېږل شوې، ۱۲ د قانون مطابق ساتل شوې، ۱۲ نورې د وروستیو کړنو په موخه کشفي ادارو ته استول شوې او دوې نور د همدې ریاست تر کار لاندې دي.

جوزجان

د ښاغلي حکیمي د خپلو خبرو په دوام سره په حقوقي برخه کې پر عامه پوهاوي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي څو دا ناوړه پدیده له منځه ولاړه شي.» نوموړي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه له دیني علماوو او رسنیو وغوښتل څو د اسلام مبارک دین او د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

له دې سره سم، ولایتي مسؤولانو په دغه پروګرام کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل زموږ ټولو مسؤولیت دی او ترڅنګ يې دې برخه کې د جوزجان استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.

د یادونې وړ ده، چې د نوامبر ۲۵ ( د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ) په ډېری ولایتونو کې د استیناف څارنوالیو له خوا نمانځل شوې ده.