د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
ago

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي.

په همدې تړاو یوه غونډه د سرپرست لوی څارنوال محترم ذبیح الله کلیم، د ښارجوړونې او اراضي وزارت معین، د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رئيس، د دغه مرکز اجرايي رئيس، د ملي پراختیا شرکت استازی او د دغه شرکت د انجینر په ګډون رابلل شوې وه. یاده شوې غونډه د دغه مرکز د ودانۍ د طرحې او ډیزاین په سر د بحث په موخه نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۷ د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې وشوه.

د ودانۍ د موظف انجنیر د پریزنټېشن تر وړاندې کولو وروسته د غونډې ګډونوالو د زیات لګښت د مخنیوي او د دغې طرحې د سمون په موخه خپل نظریات سره شریک کړل.

د هېواد سرپرست لوی څارنوال محترم ذبیح الله کلیم په دې غونډه کې وویل، چې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کړنو اهمیت ته په کتو، د ښو چارو د ترسراوي لپاره مجهزو کاري دفترونو ته اړتیا شته. نوموړي وویل، چې هڅه دې وشي، دا ودانۍ په اساسي معیارونو او کم لګښت جوړه شي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست ټینګار وکړ، چې د دغې ودانۍ په طرحې، ډیزاین او رغاوي کې باید لازم پام وشي.

ښاغلي کلیم لویې څارنوالۍ په ځانګړې توګه د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د پام او ملاتړ او دغه مرکز ته د ځمکې د ځانګړې کولو په پار د هېواد د جمهور رئيس مننه کړه.

په ورته وخت کې د ښارجوړونې او اراضي وزارت معینې سحر همدرد وویل، چې دا ودانۍ به د دغه مرکز او کارکوونکو له اړتیاوو سره سمه جوړه شي. نوموړې زیاته کړه، هڅه به يې دا وي، چې په کم وخت او اساسي توګه دا وداني ورغول شي.

بلخوا د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رئيس محمد ظریف علم ستانکزي د دغه مرکز د ودانۍ رغول د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د چارو د چټکتیا لپاره ګټور وبلل. نوموړي وویل، چې دمګړۍ د امکاناتو او د مناسبې کاري فضا د نشتوالي له کبله يې همکاران له ستونزو سره مخامخ دي.

ټاکل شوې ده، د دغې ودانۍ وروستۍ طرحه او ډیزاین به تر تخنیکي کار وروسته بشپړه او لګښت او بودیجه به یې د منظورۍ لپاره جمهوري ریاست ته واستول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو د تطبیق د همغږۍ غونډه وشوه

دا غونډه د اداري فساد پر ضد مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو او په معین وخت کې د اداري فساد قضيو د تعقیب او کشف بهیر د عمل ګډ پلان د ښه تطبیق په موخه له اداري فساد سره د مبارزې په چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۶:۱۴
Background image

د لویې څارنوالۍ سرپرست د نویو رئيسانو د معرفۍ په غونډه کې له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د لویې څارنوالۍ د نویو رئيسانو د معرفۍ غونډه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۳ وشوه، د لویې څارنوالۍ سرپرست دغو رئیسانو او کارپوهانو ته د مبارکۍ او بریا تر څنګ، وویل: «موږ هغه وخت عدالت. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۶:۰
Background image

د اداري فساد تورن ته د تېښتې د لارې د برابرولو په تور د درېیو څارنوالانو د دندو ځنډېدل

د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ ریاست د تحقیق پخواني آمر سره په تېښته کې د همکارۍ په تور د درېیو څارنوالانو په تړاو قانوني تصمیم ونیول شو . . .

BACK TO NEWS