د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست د دوو څارنوالانو دندې وځنډېدې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۱:۴

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته د لېږل شویو اطلاعاتو او د لومړنیو ارزونو له مخې، د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست د دوو څارنوالانو دندې ځنډېدلې دي. دا څارنوالان په اداري فساد تورن دي او د څېړنو او عدلي تعقیب لپاره اړوندو څارنوالیو ته معرفي شوي دي.

لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد مبارزې ته ژمنه او په هره کچه د اداري فساد له مرتکبینو سره به پرېکنده چلن کوي.

د لویې څارنوالۍ مشرتابه کورني اصلاحات او له اداري فساد سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼي او دغې ادارې د متضررینو او اطلاع ورکوونکو د شکایتونو د ثبت ۱۸۰ ځانګړې شمېره فعاله کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ. . .

BACK TO NEWS