د بګرام د محبس او توقیف خونې د بندیانو دوسيو ته رسیدګۍ وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۹:۴۲
ago

د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې او د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې برخو رئيسانو او څارنوالانو ګډ پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۵، د بګرام د عدلي مرکز څارنوالۍ ریاست په همغږۍ، د بګرام د محبس لیدنه وشوه. دغه پلاوي دوه زره او ۲۸۲ دوسيې بررسي کړې دي.

د بګرام د محبس او توقیف خونې لیدنه د لویې څارنوالۍ د سرپرست په هدایت، د نړیوالو جرمونو د قضیو تشخیص او بهرنیو چارو وزارت ته د دغو دوسیو د لېږلو په موخه شوې ده.

دا پلاوي وايي، په دغه مرکز کې د ټولو دوسیو له منځه، یوازې دوه سوه يې د نړیوالو جرمونو اړوند وې، چې یوه یوه کاپي يې د بهرنیو چارو وزارت ته واستول شوه.

همداراز ویل شوي، چې دا دوسيې به په مناسب وخت کې نړیوالې جزايي محکمې ته واستول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱:۷
Background image

له مراجعینو او هېوادوالو سره د سرپرست لوی څارنوال لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمری پر ۴ د مراجعینو عریضو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه مخامخ له ځینو هېوادالو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۱:۴۳
Background image

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د لسوګونو افغانانو د وژنې قضیې د ارزولو په تړاو د لویې څارنوالۍ اعلامیه

د کورنيو رسنیو او نړیوالو بنسټونو د خپرو شویو راپورونو پر اساس، لسګونه افغانان د بشرضد عناصرو له خوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وژل شوي دي . . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۶:۳۳
Background image

د لویې څارنوالۍ سرپرست د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د اجرااتو د بهیر لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر دویمه، د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو او شعبو لیدنه وکړه . . .

BACK TO NEWS