د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
مرستیال تحقیق

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال فریداحمد غوري، د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر پنځه ویشتمه د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد ریاست د اجرااتو د ارزونې، ستونزو، ننګونو او د بېلابېلو برخو د اړتیاوو په اړه بحث وشو. ښاغلي غوري د تدقیق او مطالعاتو عمومي ريیس او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل، چې زموږ د ټولو مسوولیت د عدالت ټینګښت او د قانون حاکمیت ته کار کول دي. هغه د یاد ریاست کارکوونکو ته په اشارې زیاته کړه: «ټول افغانان له موږ تمه لري، چې حق حقدار ته وسپارو او له تاسې هم هیله لرو، چې په دې برخه کې هڅه وکړئ.»

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال زیاته کړه، یاده مرستیالي هڅه کوي، چې د دغې ادارې د کارکوونکو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي، تر څو خلکو ته د لا خدمت جوګه شي. هغه همداراز د کارونو د ښه پر مخ بیولو په موخه د کارکوونکو پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د یاد ریاست کارکوونکو  ته یې ډاډ وکړ، چې یاده مرستیالي د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې ورسره پوره مرسته کوي.

مرستیال تحقیق

ښاغلي غوري همداراز له اداري فساد سره د مبارزې، دوسیو ته پر وخت رسیدګي او د خلکو د باور پر لاسته راوړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په ټولنه کې د عدالت د ټینګښت او د قانون حاکمیت لپاره هڅې پر دې ادارې د خلکو د باور د زیاتوالي سبب کېږي.»

په دې لیدنه کې د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال، د ننګونو ، د ستونزو پر حل او د کارونو پر لا ګړندي کولو ټینګار وکړ او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې ستونزې له ده سره مخامخ شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د کابل استیناف څارنوالۍ د ختیځ زون څخه لیدنه کړې وه او تمه ده، چې په راتلونکي کې د نورو ریاستونو کړنې هم له نږدې وڅاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۶:۱۳
Background image

د هرات د استیناف څارنوالۍ د اجرااتو په اړه د اطلاع رسونې او پوهاوي مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو

دا مطبوعاتي کنفرانس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ عالي مقام له هدایت سره سم، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په موخه اطلاعاتو ته. . .

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۶:۱۳
Background image

له حقیقي او حکمي کسانو څخه د دولت د پورونو د حصول کمېسیون غړو ناسته وکړه

دغه ناسته د لویې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې مرسیتال قیس باوري په ریاست، د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین، د ملي امنیت د ۰۲۶ رئیس، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د ارشد. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

لويې څارنوالۍ کې د حقوقي زده کړو (ستاژ دورې) ازموینه واخیستل شوه

دا ازموینه د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال فرید احمد غوري، په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو عمومي رئيس محمدناصر همت، د دې ادارې د. . .

BACK TO NEWS