د سمنګان استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۳۱۶ قضیو څېړل

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۱۵

د سمنګان استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۳۱۶ قضیو څېړل

د سمنګان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۱۶ قضيو ته رسیدګې کړې، چې له دې ډلې د حکم د تطبیق په موخه ۸۳ قضیې ابتداییه محکمې او ۲۸ هم استیناف محکمې ته استولې دي. د دغو قضیو له ډلې ۳۳ قضيې حفظ، ۷۵ هم تر کار لاندې او د ۷۰ نورو قضیو محاکماتي پړاوونو بشپړ شوي دي.

دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۸ میلیونه، ۶۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي او ۶ موټره، ۲ کلاشینکوفه، یو میل کره بین، ۸ تمانچې، ۱۴۰ کیلوګرامه چرس، ۲۲ لیتره الکولي مشروبات، ۱۸۵ لیتره تخمیر شوي ممیز مصادره شوي دي.

بلخوا د سمنګان استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ریاست ۲۵ مسلکي او اداري کارکوونکي روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.

همداراز دغه ریاست د قانون د پلي کولو او د عدالت د تأمین په موخه د دغه ولایت له کشفي، امنیتي او قضايي بنسټونو سره د همغږۍ ګڼې غونډې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د خپلې ادارې الحاقیه ودانۍ کاري دفترونه د ۹ میلیونو، ۹۶۸ زره او ۶۷۰ افغانیو په ارزښت د ولایت له غيرمشروط بودیجې څخه رغولي دي. همداراز یاد شوي ریاست د خپلو کارکوونو لپاره د اوسېدنې بلاکونه لپاره ځمکه هم له ښاروالۍ ترلاسه کړې ده.