د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د تکنالوژۍ رییس د مالیې وزارت د تکنالوژۍ له رییس سره غونډه وکړه

yama_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۳۲
وزارت مالیه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د معلوماتي تکنالوژۍ رییس محمدادریس احساس د مالیې وزارت د تکنالوژۍ رییس سیدبشیر سادات سره ولیدل.

دا غونډه سه شنبه د شوال المکرم پر ۲۶ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست په دفتر کې وشوه.

د دغې ناستې موخه د دغو دواړو ریاستونو ترمنځ همغږي او په معلوماتي تکنالوژۍ کې د دواړو ریاستونو ترمنځ د تجربو شریکول ښوول شوي دي.

په دې غونډه کې د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې دواړو ریاستونو له یو بل سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د دواړو ریاستونو مسوولانو ټينګار وکړ، چې په راتلونکي کې به هم د تکنالوژۍ په برخه کې تجربې شریکوي او له یو بل سره به د همکارۍ په موخه ناستې کوي.

ورته مهال د مالیې وزارت د تکنالوژۍ رییس د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست د «سرور روم» لیدنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ښاغلي مولوي شمس الدین شریعتي او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۳۱
Background image

د زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې پر ۲۷ د یاد ریاست د شهرنو په ودانۍ کې جوړه شوه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

له ایران څخه ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې د بندیانو د انتقال او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هکله ده، ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال. . .

BACK TO NEWS