د لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

Ago
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۷:۱۵
 m

دا هوکړه لیک له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال عبدالحق احمدي، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست واحدالله نوشیر، د لویې څانوالۍ د ځينو رئیسانو او د افغانستان بانک د ځينو مسؤولانو په حضور، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر نهمه د افغانستان بانک د غونډو تالار کې لاسلیک شو.

په دغه پروګرام کې، د لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک تر منځ د پیسو مینځلو، د تروریزم د تمویل او له داسې نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعاتو او معلوماتو شریکول د یاد هوکړه لیک موخه وبلل شوه.

له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي په دغه پروګرام کې وویل، چې لویې څارنوالۍ د ټولو جرمونو په ځانګړې توګه له اداري فساد، د تروریزم د تمویل او پیسو مینځلو پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړی او ورته جدي پاملرنه کوي. د ښاغلي احمدي په خبره، لویې څارنوالۍ د هغه ژمنو پر بنسټ، چې له خلکو او ملي او نړیوالو بسټونو سره یې کړې، هڅه کوي، د قانون حاکمیت او عدالت ټينګښت برخو کې پاک او سپېڅلي حقوقي خدمات وړاندې کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «له ادارو سره همکاري او همغږي رامنځته کول د لویې څاروالۍ د رهبرۍ په محراق کې ځای لري او دغې ادارې د خپلو موخو د لاسته راوړنې لپاره له بېلابېلو ادارو سره بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.» نوموړي یاد هوکړه لیک له اداري فساد، د تروریزم د تمویل او له پیسو مینځلو سره د مبارزې او همداراز د ارزښتمندو تخنیکي اطلاعاتو د شریکونې په برخه کې د ادارو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزناک وباله.

په ورته مهال کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست واحدالله نوشېر، د یادو دوو ادارو تر منځ د اطلاعاتو شریکول، همکاري او همغږي د یاد هوکړه لیک موخه وبلله. د نوموړي په خبره، لویې څارنوالۍ تل له دغې ادارې سره همکاري کړې ده او دا هوکړه لیک به هم د پیسو مینځلو، د تروریزم د تمویل او له ورته مالي جرمونو سره د جدي مبارزې په برخو کې اغېزناک رول ولوبوي.

له بلې خوا، د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملاتو د تحلیل مرکز عمومي امر نثاراحمد یوسفزي، دا هوکړه لیک د دوو اړخیزو همکاریو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو شتمنیو د پېژندلو په برخه کې مهم وباله. هغه زیاته کړه، پخوا هم د یادو دوو ادارو ترمنځ دوه اړخیزه همکارۍ کېدي، چې د یاد هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به په اغېزناکه او منظمه توګه دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ څه موده وړاندې، کابل کې له ډنمارک سفارت او د ملګرو ملتونو له نړیوال پراختیایي دفتر(UNDP) سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د نوې پروژې د پلي کولو په موخه، د «له اداري فساد سره مبارزه، شفافیت، ملي پیوستون او د افغانستان ازادي) په نوم درې اړخېز هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۷:۴۰
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې نن شنبې ورځ، سهار ۸:۳۰ بجې د ۱۳۹۸/۸/۲۵، د دولت وسله والو مخالفینو، د کابل قرباغ ولسوالۍ سیاه سنګ کلي کې د کابل – پروان په عمومي سړک، د باګرام. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۱:۵۲
Background image

میک کمېټه: لویې څارنوالۍ د دغې کمېټې ټولې سپارښتنې تطبیق کړې دي

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډې او خپلواکې کمېټې(MEC) په ۱۳۹۶ کال لویې څارنوالۍ ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ۵۰ سپارښتنې ټاکلې وې. لویې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۴۲
Background image

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پيل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څېړلې دي

دا قضیې ناموس ته د سپکاوي، جنسي تېري، فحشا او ځان سوځونې ته د اړ کولو، اور اچونې، وهنې ډبونې، ټپي کونې او معلولیت، اجباري نکاح، د واده کولو، میراث او زده کړو له حق څخه د محرومیت، کنځا. . .

BACK TO NEWS