د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۱۲۸۱ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳
logo

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست په تېر مالي کال کې ۱۲۸۱ قضیې ثبت کړې، چې له دغې شمېرې څخه ۷۴۳ ابتداییه محکمې پرېکړه کړې، ۳۰۶ قضیې قطعي او بشپړې شوي، ۲۳۲ قضیې د څارنوالۍ او محکمو تر کار لاندې دي او ۱۰۲ نورې قضیې استینافي اجراات بشپړ کړي دي.

د یاد ولایت د راپور کاږي، چې د دغو قضیو له ډلې ۲۳۰ د مخدره توکو، ۹۰ د قاچاق، ۸۵ د وژنې، ۹۸ د غلا او لار شکولو، ۸۷ ترافیکي، ۱۱۸ د جګړې او ټپي کېدو، ۹ د دوکې او پاتې نورې د بېلابېلو جرمونو اړوند دي. همدارنګه د یادو قضیو له مخې ۱۲۸۱ تنه یې نیولي هم دي.

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، له مجرمینو څخه راټولې شوې مالي وجه او همدارنګه د مصادره شویو اجناسو کچه، ۶ میلیونه او ۱۴۳ زره افغانۍ ده، چې د دولت خزانې ته لېږل شوي دي او تر څنګ یې ۷۸ بېلابېل موټر، ۱۱۴ کلاشنکوفونه، ۲۲۲ تفنګچې، ۴۶۰۰ مرمۍ، ۲۵۰۰ کیلو ګرامه معدني نیمه ګرانبیه تیګې، ۲۰۵۳۵۵ کیلو قاچاقي ګچ، ۱۲۰۰ کیلو زړه اوسپنه، ۱۵ کارتنه درمل، ۱۴۷۵۰ قاچاقي مبایلونه، ۹۲ جوړې چارتراش لرګي، ۳۵۰ لیتره الکولي مشروبات، ۱۰۸ کیلو جامد کیمیاوي مواد، ۳۵۰ کیلو تیزاب، ۳ کیلو هیروین، ۱۵۰ کیلو تریاک، او ۱۰۵۴ کیلو چرس د مصادرې وړ بلل شوي دي.

د یاد ریاست راپور کاږي، چې په تېر مالي کال کې یې د ولسمشر د بښنې او بند مودې کمونې، اوه فرمانونه هم پلي کړي، چې له کبله یې ۶۹۰ محبوسین او محجوزین برخمن شوي دي.

همدارنګه د ننګرهار استیناف څارنوالۍ راپور د ورکړې بودیجه په هکله وایي، چې دغه ریاست ته په تېر مالي کال کې ۵۵ میلیونه او ۲۲۳ زره او ۱۷۰ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه، چې ۹۹.۹ سلنه یې مصرف کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست، د کارونو د ښه پر مخ وړلو په موخه له بېلابېلو امنیتی او کشفي ادارو سره د همغږۍ ناستې کړي او په دوامداره توګه یې د دغه ولایت د ابتدایه څارنوالیو او د یاد ولایت د محبس کړنې ارزولې دي. او همدارنګه یې خپل ۱۵۰ تنه مسلکي او اداري کارکوونکي یې د کاري ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېلو ورکشاپونو او پروګرامونو ته هم معرفي کړې دي.