د ننګرهار له محبس څخه ۱۲۰ تنه بندیان خوشی شول

Ago
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۵
nangarhar

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۱۱ له بنده خوشې او د ۴۱ بندیانو د بند موده کمه شوه.

په همدې موخه جوړ شوو مراسمو کې د ننګرهار ولایت د استيناف څارنوالۍ رئیس، د ولايت والي، د استيناف محکمې رئیس، د ولايتي شورا غړو، د محبس مدير او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رئیس محمد ولي هاشمي په دغه غونډه کې وويل، چې د فرمانونو د تطبیق کمېسیون له لورې د یاد فرمان د تطبیق په موخه لیستونه ترتیب شوي و، چې د لويې څارنوالۍ مقام له لورې يې تر منظورۍ وروسته عملاً د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پيل شوه. د هغه په خبره، د فرمانونو د تطبیق په موخه لیستونه له دې ځايه؛ خو منظوري او وروستۍ چارې يې مرکز کې تر سره کېږی.

له بلې خو د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، له بند څخه ازاد شويو بندیانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او لارښوونه یې وکړه، چې د بند په موده کې له ترلاسه شويو تجربو، څخه په کلي او ګاونډ کې خپلې خاطرې او تجربې له خلکو سره شريکې کړي، ترڅو نور خلک هم له جرمونو څخه ځانونه وژغوري.

nangarhar

همدارنګه د ننګرهار د استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده وويل، چې د ننګرهار د والي په همکارۍ يې د جزايي اجراآتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو تطبیق په موخه لیستونه ترتيب کړي او ژر به يې عملي چارې پيل شي.

هغه زياته کړه، چې د دې قانون له مخې هغه بنديان، چې د عادي جرمونو له امله د محکمې له لوري د پنځو کلونو څخه کم بند ورکړل شوی وي او  په وژنه، تروريستي پېښو، د تروريزم په ملاتړ، اداري او مالي فساد، جنګي، تکراري جرمونو، د ښځو پر وړاندې په تاوتريخوالي، د نشه يي توکو په قاچاق، انسان تښتونې او يو شمېر نورو قضيو کې ښکیل نه وي، د ياد قانون د تطبيق څخه برخمن کېدای شي.

له بلې خوا له محبس څخه خوشې شويو بنديانو د ننګرهار ولایت استیناف څارنوالۍ له رئیس څخه د مننې تر څنګ د محبس د مسئولينو له چلند څخه خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به له جرمونو څخه ځانونه ژغوري.

چې دا لومړی ځل دی ، چې په ننګرهار کې د جزايي اجراآتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو د تطبيق چارې پېل کېږي.