د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۸۹ قضيې څېړلې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۲:۴۷

د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۸۹ قضيې څېړلې

د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړولو او د تورنو پر وړاندې د اقامه دعوا تر ترتیبولو وروسته محکمو ته استولې دي. د دغو قضیو له ډلې د ۲۵۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن یې په حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۵۴ قضيې د قتل، ۳۴۳ د غلا، ۲۸ د اخلاقي جرمونو، ۱۸۷ د نشه يي توکو، ۴۱ د اداري فساد، ۹ د ترافیکي جرمونو، ۶۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۹۶ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي. په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې غلا د جرایمو په تړاو، چې د وسله والې غلا، لارنیونې او د اختطاف جرایم پکې راځي، ثبت شوې دي.

د یادو شویو قضیو د څېړنې له کبله دغه ریاست ۲۳۸ زره او ۹۰۳ افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل کړې ده. همداراز ۱۰ موټره، ۲ موټرسایکله هم د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ضبط شوي دي.

په ورته وخت کې د هلمند استیناف څارنوالۍ د دغې ادارې اړتیاوو ته په کتو خپله تخصیص شوې بودیجه ۹۸ سلنه لګولې ده.

یاد شوي ریاست په روان مالي کال کې د دغه ولایت د محبس د مدیریت، د ماشومانو د رزونې مرکز او نظارت خونې لیدنه هم کړې او د بندیانو د قانوني ستونزو د هواري په موخه یې لازم اقدامات اخیستې دي.

همدارنګه د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست د کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو له مسؤولانو سره د غونډو تر څنګ د څارنوالۍ د اجرااتو په تړاو د خلکو د پوهاوي په موخه ګڼ نور پروګرامونه هم د دغه ولایت اوسېدونکو، غیردولتي بنسټونو، علما او مدني ټولنې ته دایر کړي دي.