د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې ۱۶ ورځني کمپاین د پيل پروګرام کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د وینا بشپړ متن

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۲۹
farid hamidi

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِي نَزَّلَ الَّقُرْاَنَ هُدَى وَرَحْمَةً لِلْعَالَمِینَ وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى رَسُولَهِ الْهادِی

السَّلَامُ عَلَيْكُم وَ رَحْمَةُ‌اللَّهِ وَ بَرَكَاتُهُ!

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د هيواد لومړۍ مېرمنې د قضایه او مقننه قوو غړو، د اطلاعات فرهنګ او ښځو چارو وزیر صاحبانو، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو، د خپلواکو ادارو رئیسانو، افسرانو، د مدني او نړیوالې ټولنې همکارانو! د جمهوري ریاست ارګ ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو د پیستون او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې د ۱۶ ورځنۍ کمپاین د رسمي پیل پروګرام ته ښه راغلاست.

دا څووم پرواګرام دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځيني کمپاین او پیوستون په موخه د ولسمشر، لومړۍ مېرمنې او له بېلابېلو ادارو څخه زموږ د همکارانو او د هېواد د ځينو مشرانو په ګډون جوړیږي. دا ناستې ښيي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پرېکنده دريځ لري. د نوموړي په خبره، د افغانسان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ته تلپاتې اراده لري؛ خو د افغانستان له خلکو سره دا ژمنه او هوډ د نوامبر پر ۲۵(د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ) یو ځل بیا تازه کوي او په دې برخه کې هر ډول هڅه او مبارزه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لومړيتوب دی، ځکه اوس ټول پوهېږو، چې د افغانان روښانه راتلوونکی د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره په جدي، رېښتینې او عادلانه مبارزه کې نغښتی دی.

د تېرو کړنو د څېړنې لپاره دا یو ښه فرصت دی، څو په دې برخه کې پرمختګ، لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونکې ښکاره او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په بهیر کې له لاسته راغلو تجربو په استفادې سره له هر ډول تاوتریخوالي او جنسیتي نابرابریو څخه د پاک افغانستان لپاره هڅه او مبارزه وشي.

له ښځو سره تاوتریخوالی، نشه یي توکي او د اداري فساد لوي جرمونه هغه جرمونه دي چې د جدي څېړنې لپاره یې ځانګړې ادارې جوړې شوې دي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین د ځينو نورو جرمونو د عاملینو په شان د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو څخه بې برخې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت انسان تښتونه، نشه یي توکي، اداري فساد په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ځانګړی جرم بولي، له همدې امله یې پر وړاندې ځانګړي بنسټونه جوړ شوی دي. دا هغه جرمونه دي چې عاملین یې د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو بې برخې دي.

 دا امر د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جدي او پرېکنده جنایي سیاست یوه برخه ګڼل کېږي.

په عامه او خصوصي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یوه بله ځانګړې څارنوالي هم جوړه شوې ده، چې دا هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یو بل جدي ګام بلل کېږي. د یادې څارنوالۍ له جوړونې موخه دا ده څو ښځو ته په ادارو کې یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته شي. دا څارنوالۍ د ښاغلي جمهور رئيس د د هدایت او همکارۍ پر بنسټ منځ ته راغلې او درې میاشتې کېږي چې جوړې شوې او موږ یې اوس پر مقرراتو او د دندو پر لایحو کار کوو.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ او محکمې جوړې شوې، چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوني څارنوالۍ د پوه او وړ ښځو له خوا اداره کېږي، په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې دا څارنوالۍ یوازې په لسو ولایتونو کې فعاله وې او د نارینه وو له خوا یې مدیریت کېدو.

دا زموږ ژمنه ده، څو عدالت ته د لاسرسي په برخه کې ټولو زیانمنو په ځانګړې ډول ښځو او ماشومانو ته زمینه برابره کړو. د لویې څارنوالۍ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مرستیالۍ کې ۲۴۵ څارنوالانې په ټول هېواد کې فعالیت لري، چې تر دې وړاندې دا مبارزه یوازې د څو ښځینه څارنوالانو له خوا د ریاست په کچه کېده؛ خو له نېکمرغه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس په منظورۍ سره دې برخه کې اوس ۱۳ ریاستونه د افغانستان د خلکو په چوپړ کې دي او دا ریاستونه د ښځینه څارنوالانو له خوا په پوره ژمنه، انګېزه او لوړ ظرفیت سره اداره کېږي.

غواړم یوې بلې موضوع ته اشاره ورکړم، هغه له جرمونو سره د مبارزې برخه کې د جنایي پېښو د خبر روسونې سیاست او پالیسي ده. د بیان ازادي د افغانستان یوه بنسټیزه لاسته راوړنه او د هېوادوالو بنسټيز حق بلل کېږي او باید د عدلي او قضایي ادارو د اجرااتو اړوند اطلاعاتو ته په دقیقه توګه لاسرسی ولري، څو پوه شي چې له قانون څخه د تېښتې فرهنګ له منځه تللی دی.

د خبر رسونې اړوند باید یو جنایي سیاست موجود وي. کله چې خلک د یو جرم او جنایت په اړه خبرېږي، باید د همدې جرم او جنایت پر وړاندې د پولیسو، عدلي او قضایي بسټونو، څارنوالۍ او محکمو له قانوني کړنو هم خبر شي، ځکه دوی به فکر کوي چې قانون څخه تېښته اوس هم دوام لري، په داسې حال کې چې له قانون څخه د تېښتې فرهنګ له منځه تللی او هېڅوک له قانون څخه پورته نه دي.

تیر کال یوې رسنۍ د یوې ښځې پر مخ د تیزابو د شیندلو خبر خپور کړ، چې د درېیو میاشتو په تېرېدو سره یې مجرم د دریو محکمو د پرېکړو پر بنسټ په ۱۶ کاله بند محکوم شو چې د بښنې او بند مودې کمونې فرمان څخه هم بې برخې دی؛ خو همغه رسنۍ یې د محکومیت هېڅ خبر نشر نه کړ. کله چې رسنیو کې ورته جرمونه خپرېږي، ټولې کورنۍ ناارامه او اندېښمنې وي، له همدې امله دوی حق لري پوه شي چې عدلي او قضايي ادارې یې په اړه څه اجراات ترسره کوي.

یو ښه زېری دا چې، تیره اوونۍ مو د ۸۱ مسلکي بستونو ازموینه واخېسته چې یو زر او ۸۵۰ وړ کسانو پکې ګډون کړی و. له دې جملې ۴۳۳ ښځې وې چې ۲۹ یې بریالۍ شوې دي. دا شمېره ښیي، چې لویه څارنوالۍ کې د دغې ازمویې په ترڅ کې ۳۵.۸ سلنه ښځې جذب شوې دي، په داسې حال کې چې څلور کاله وړاندې دا کچه څلور سلنه وه. له نېکمرغه په دغې ازموینه کې له اولې تر شپږمې نومرې ښځې وې. دا ګمارنې له هر ډول تبعیض پرته د وړتیا او ظرفیت پر بنسټ تر سره شوې او دا چې دوی د خپلو وړتیاوو له مخې ګمارل شوې، باوري یم چې دوی به د قانون واکمنۍ او عدالت ټینګښت لپاره په پوره رښتیونولۍ سره هلې ځلې وکړي. دا مسله د یو نوي افغانستان او د هېواد د زړورو او قهرمانو ښځو یوه وړوکې بېلګه ښیي.

د حقونو د پراختیا نړیوالې موسسې(IDLO) په مالي مرستې سره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ښځینه څارنوالانو د ظرفیت لوړونې لپاره امکانات او بودیجه د پخوا په پرتله درې چنده شوي دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او هېوادوال ویاړي، چې قاضیانو، څارنوالانو او پولیس افسرانو د هېواد د خدمت په موخه ملا تړلې او ځانګړی یونیفورم یې پر تن دی.

دا یوه بله نېکمرغي ده، چې د عدلي او قضایي ادارو د همغږۍ ترڅنګ اوس د همدې بنسټونو همغږي له نورو هغه بنسټونو سره چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې کار کوي ورځ تر بلې پیاوړتیا مومي. له عدلیې وزارت، د مدافع وکیلانو له خپلواک ټولنې او نړیوالو موسسو غواړم، چې ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانو ته دا زمینه برابره کړي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو کې ښځې له خپلو حقونو په ښه توګه دفاع وکړي.

د یوې بلې مسلې نه هم باید یادونه وشي، هغه دا چې د قضیو د شمېر اړوند ځيني وخت تناقص او تضاد رامنځ ته کېږي چې ادارې له ستونزو سره مخ کوي. ځینې وخت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د کچې لوړوالی د دولت د ناکامۍ په مانا تحلیل او تعبیرېږي؛ خو داسې نه ده. زه دا یوه لاسته راوړنه بولم. اوس د ښځو عامه پوهاوی زیات شوی دی، کله چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، نو اړونده ادارو ته مراجعه کوي چې دا مسله د قضیو د کچې د لوړوالي سبب شوی ده. یاد ټکي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د حساسیت له مخې وړاندیز کوم څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د شمېر په اړه د احصایه ګیرۍ یو مرکز جوړ شي او دغه قضیې په سمه او دقیقه توګه تحلیل او وشمېري او د هېواد په کچه لاسته راوړنې او ننګونې مشخصې او حل لارې یې ولټول شي.

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پيل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۳۰ قضیې څېړلې دي. دا شمېره په ۱۳۹۷ کال کې ۲۷۰۱ او په ۱۳۹۶ کال کې ۲۵۳۱ ته رسېده. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د ثبت شمېرې زیاتوالی ښیي چې عدالت ته د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسۍ ورځ تر بلې ته زیاتېږي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی سره د مبارزې لپاره یوازې عدلي او قضایي کړنلاره بسنه نه کوي؛ بلکې د دغې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو لپاره باید ټولې عدلي، قضایي، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، روزنیزې، دیني او تحصیلي ادارې سره یو شي او زموږ ملتیا وکړي.

۲۰ کاله کېږي چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه روانه ده، له همدې امله په تېرو شلو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ترسره شوي تاوتریخوالي په اړه د هراړخیزې او دقیقي څېړنې وړاندیز کوم، څو د یادې مودې د اجرااتو او پرمختګونو ترڅنګ د یادې دورې ستونزې او ننګونې معلومې او د له منځه وړولو لپاره یې مناسبې او دقیقې لارې ولټول شي.

په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په استازیتوب سره یو ځل بیا د افغانستان له ټولو خلکو سره ژمنه کوم، چې د قانون واکمنۍ او عدالت ټينګښت له لارې د خلکو، کورنیو، ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او سلامتیا لپاره د دوی تر څنګ ولاړ یم.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۴:۴۱
Background image

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ، د ۱۳۹۸ کال لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې د هېواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو په رعایتونې، انساني کرامت. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۲:۵۰
Background image

د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د بادغیس ښاروال بري الذمه وباله

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۱۳ د بادغیس ښاروال له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، تزویر او غدر په تور په علني ډول محاکمه کړ. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴
Background image

پنځه کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر په تور محاکمه شول

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د خوست پخوانۍ والي حکم خان حبیبي د ملاجان زوی، د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی د عبدالوکیل زوی، د یادې ښاروالۍ مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS