د کابل استیناف څارنوالۍ ۳۶۶ قضیو ته د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمې ربع کې رسېدنه کړې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۰:۷

د کابل استیناف څارنوالۍ۳۶۶ جرمي قضيې د تحقیق، صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیبب وروسته محکمو ته استولې دي.

په دغو قضیو کې د ۷۲ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

په دې ډله کې ۳۰۶ قضیې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې او ۷ قضیې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

په یاد شویو قضیو کې ۲۶ قضيې د قتل، ۴۳ د غلا، ۴ د اخلاقي جرمونو، ۲۸ د نشه يي توکو، ۳۶ د ترافیکي جرمونو، ۵ د اداري فساد او نورو جرمونو په تړاو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۹۶۹ زره افغانۍ د دولت خزانې ته د نقدي جزا په توګه له تورنو راټولې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

همداراز ۱٫۱۲۴ کیلوګرامه تریاک، ۶٫۶۹۰ کیلوګرامه چرس، ۳۷ ک. ټابلېټ او ۳۰ بوتله الکولي مشروبات هم په بېلابېلو قضیو کې ضبط شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ریاست پنځه کارکوونکي هم د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ. . .

BACK TO NEWS