د کابل د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

Yama
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱
gender

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ د افغانستان د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مرسته د کابل د اتلسو امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو او مرستیالانو سره د همغږۍ دوه ورځنۍ ناسته وکړه. دا ناسته د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۱۸ د لويې څارنوالۍ په نوي ښار ودانۍ کې وشوه.

په دغه ناسته کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ سلاکار حمیدالله صمدي، د کابل د اتلسو امنیتي حوزو آمرانو، مرستیالانو او د یادې شوې مرستیالۍ ګڼو کارکوونکو ګډون کړی و.

gender

په دغه ناسته کې ښاغلي صمدي وویل، چې د پخوا په پرتله په امنیتي حوزو کې د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو سره مو همغږي ښه شوې او موږ له دوی سره هر ډول قانوني مرستې ته چمتو یو.

نوموړي دغو آمرانو ته وویل، موږ به ستاسو هغه ستونزې چې په کاري وخت کې ورسره مخامخ یاستئ، ژر تر ژره له رهبري پلاوي سره شریکې او د حل په موخه به یې کوټلي ګامونه واخلو.

په دغه ناسته کې د کورنیو ستونزو د هواري کارکوونکو ته د ټرانسپورټ او مناسبو دفترونو پر نشتوالي خبرې وشوې.

د دغې ناستې موخه د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري آمریتونو سره د همغږۍ ښه والی او په ورته وخت کې د دوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ د کارکوونکو له خوا په کاري محیط کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لارښود اړوند موضوعات او نظریات هم شریک شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د افغانستان اساسي قانون د خلکو د حقونو او ازادۍ ملاتړ ته پوره پاملرنه کړې ده

دا خبره د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په نماځغونډه کې وکړه. دغه غونډه د لوی څارنوال او د تحقیق، قضایي تعقیب او عسکري چارو مرستیالانو، د لوی. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۹ - ۲۱:۲۷
Background image

په لویه څارنوالۍ کې نوې ګومارنې ترسره شوې

د لویې څارنوالۍ عالي ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت عالی مقام (۲۲۹۸) ګڼه ۱۳۹۷/۱۰/۱۵ نېټې منظورۍ پر بنسټ په دغه اداره کې لاندې ګمارنې ترسره شوې دي . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱
Background image

د کابل د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ د افغانستان د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مرسته د کابل د اتلسو امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS