له هېواده بهر ته د یو میلیون او ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو د ناقانونه لېږد په تور یو کس محاکمه شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۹:۴۳
ago

محمد سلیم د خدایبردي زوی اوزبیکستان ته د پیسو د ناقانونه لېږد په تور د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۱ محاکمه شو.

د موظف څارنوال د موندنو پر اساس، دوه تنه چې تر دې مخکې د یادو شویو پيسو د ناقانونه لېږد په تور ابتداییه محکمې محکوم کړي و، محمد سلیم یې د جرم شریک بللی و. د تحقیقاتو او اسنادو له راټولولو وروسته محمد سلیم له حیرتان بندره د یو میلیون او ۴۰۰ ډالرو په ناقانونه لېږد کې د جرم شریک پېژندل شوی او دوسیه يې د داري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د رسیدګۍ په موخه لېږل شوې ده.

څارنوال، تورن ته له قضايي پلاوي څخه د تورن او مدافع وکیل په حضور د جزا کوډ د ۵۰۵ او ۵۸ مادو له مخې د سزا غوښتنه کړې ده.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې محمد سلیم اوزبیکستان ته د یو میلیون او ۴۰۰ امریکايي ډالرو د ناقانونه لېږد په تور د قانون د حکم له مخې پر پنځو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ. . .

BACK TO NEWS