لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

Ago
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۴:۴۱
logo

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ، د ۱۳۹۸ کال لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې د هېواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو په رعایتونې، انساني کرامت ته په درناوي او عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه، په بې پرې او خپلواکه توګه ثبت او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۲۴۶ قضیې د اتهام نامو له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې پر ۸۰ قضیو یې پرېکړه شوې او پاتې یې د همدې محکمې تر کار لاندې دي.

له دې جملې څخه پر ۵۳ قضیو په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۶۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۷۱ قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله ساتل شوې او ۲۳ نورې مستردې شوې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۵۳ قضیې د قصدي وژنې، وهنې، ګواښ، لواطت او ځان وژنې او ۲۳۵ نورې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، په دنده کې د بې پروایی او غیابت، وسلې ورکونې، ترافیکي پېښو او داسې نورو په اړه دي.

له یادو جرمونو (نغذي جزا، غلا، رشوت او نشه یي توکو) څخه اووه میلیونه او ۲۵ زره او ۴۶۷ افغانۍ په لاس راغلې، چې د دولتي خزانې په پرېکنده حساب بانک ته سپارل شوې دي.

په راپور کې د راغلي شمېرې پر بنسټ، له یادو جرمي پېښو څخه ډېری یې په کابل، ننګرهار، بلخ، هلمند، زابل او هرات کې پېښې شوې دي

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۱
Background image

لویه څارنوالۍ کې د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ ونمانځل شوه

لویې څارنوالۍ د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ، د یادې ادارې د دارالامان ودانۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت کې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۴ ونمانځله. په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ سرپرست او د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۶
Background image

څارنپوه نورحبیب جلال: هر اړخیزه او دقیقه همغږي موخې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده

د تحقیق چارو مرستیال او د لویې څارنوالۍ سرپرست څارنپوه نورحبیب جلال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو سرتاسري کنفرانس کې وویل، چې هراړخیزه او دقیقه همغږي له شته سرچینو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخینوي قانون او جنډر په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل شو

دا روزنیز پروګرام د عسکري چارو مرستیالۍ کارکوونکو ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخینوي قانون او جنډر په اړه د عامه پوهاوي ورکولو موخه، افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام(JSSP). . .

BACK TO NEWS