مالي او بانکدارۍ کمېټې د ځينو بانکونو له مسوولانو سره تعارفي ناستې وکړې

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مالي او بانکدارۍ کمېټې دوشنبه د شوال المکرم پر ۱۷ د نوي کابل بانک، د کوچنیو پورونو ورکولو بانک، افغان یونایتد بانک او میوند بانک له مسوولانو سره تعارفي ناستې وکړې.
دغې کمېټې چې مشري یې محترم مولوي عبیدالله ثاقب کوله، د یادو بانکونو له مسوولانو سره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۳۲ ګڼې فرمان په هکله چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په اړه صادر شوی، پر هر اړخیزو معلوماتو ورکولو سربېره یې د دغو تعارفي لیدنو موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو څخه نظارت یاد کړی دی.
د مالي او بانکدارۍ کمېټې رییس او مل پلاوي یې د یادو بانکونو له مسوولینو سره په ناستو کې د مشرتابه د ۳۲ ګڼې فرمان او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو قانون او یو قطعه استعلام د یادو بانکونو مسوولانو ته وسپاره.
د یادې کمېټې رییس محترم عبیدالله ثاقب او مل پلاوي یې محترم مولوي کریم الله نعماني د نوي کابل بانک له رییس خیبر عمرخېل سره په لیدنه کې د دغې تعارفي ناستې د جوړېدو پر موخو تفصیلي خبرې وکړې.
د دغې ناستې په ترڅ کې د نوي کابل بانک مسوولینو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له جوړېدو خوښي وښوده او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ورته مهال دغې کمېټې د کوچنیو قرضو ورکولو بانک له مسوولینو سره هم ولیدل او د یاد بانک مسوولینو هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
له بلې خوا نوموړې کمېټې د افغان یونایتد بانک له مسوولانو سره د پېژندګلوۍ ناسته کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو پر لا ښه پلي کېدو ټينګار وکړ او د یاد بانک مسوولانو له دغه ریاست سره د همکارۍ ډاډ وښود.
همداراز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د بانکدارۍ کمېټې د میوند بانک له مسوولانو سره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو د ښه پلي کېدو په موخه هم ناسته وکړه. د دغه بانک مسوولینو هم په دې برخه د همکارۍ ژمنه وکړه.
دا تعارفي ناستې د خیر او فلاح په دوعا پاې ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د نظارت په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې کړي دي.