په شپږو ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ کارکوونکو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۶۶۵۰۰ سي سي وینه ورکړه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۵:۱۲
ولایت‌ها

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د هدایت پر بنسټ، د کب د نهمې (د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې) په ویاړ، د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۱۳ د بغلان، غور، جوزجان، بادغیس، بدخشان او کندز استیناف څارنوالیو کې د وینې د ورکړې پروګرام ترسره شو.

دا پروګرام د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د درناوي په موخه جوړ شوی و. په ولایتونو کې د استیناف څارنوالیو مسؤولانو د وینې د ورکړې په پروګرامونو کې وویل، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېوادوالو د ملاتړ په موخه رښتینې مبارزه کوي او د دوی کړنې او لاسته راوړنې یې د وینې په ورکړې سره وستایلې. د استیناف څارنوالیو رئیسانو، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکړه، چې د خلکو د عزت او حیثیت ساتنې په موخه په مېړانه مبارزه کوي، د ټولو وګړو ایماني او وجداني مکلفیت وګاڼه. هغوی د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکړه یو نوښت وباله او په دې برخه کې یې د هېواد د لویې څارنوالۍ هڅې وستایلې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د مرکز په ګډون په ټولو ولایتي استیناف څارنوالیو کې شاو خوا ۹۳ زره سي سي وینه ورکړل شوې ده.