پیغامونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۲:۳۸

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۷/۷/۲۹ دوشنبې ورځ  له غرمې وروسته ۴:۳۰ بجې، د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست د تحقیق عمومي څارنوالۍ اجرائیه مدیر ښاغلی مجتبی حنیفي کور ته د تګ پر مهال د یوې تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلی دی . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۰:۳

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۷/۱۲ د یکشنبې ورځ د غرمې وروسته د غور استیناف څارنوالۍ ریاست ښاري ابتدایه څارنوال ښاغلی څارنیار عبدالمومین نصرت له خپل ورور ښاغلي عبدالغني سره یو ځای کور ته د تګ پر مهال، فېروز کوه ښار ته په ۱۵ کیلو مترۍ کې د تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلي او له دوی سره دوه نور کسان هم په یاده پېښه کې ټپیان شوي دي . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۵:۵۲

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو  پر وړاندې د قضايي تعقیب څارنوال مرحوم حکمت الله پرون  د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۱ په نیمروز کې په شهادت رسېدلی دی . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۵:۴

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ  پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې نن د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی دی . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۸:۴۲

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې وړمه شپه د ۱۳۹۸/۸/۳ د هلمند د عسکري څارنوالۍ رئیس خدای بخښلی اسدالله باوري، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې په یوه تروریستي حمله کې په شهادت رسېدلی دی . . .