د فراه استیناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۹ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۱۴
فراه

د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالغیور قریشي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ویاړ جوړ شوي پروګرام کې وویل، چې دغه ریاست د ۱۳۹۷ او ۹۸ کالو په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۷۹ قضیو پر ثبت او څېړنه سربېره د هغوی عاملینو ته هم جزا ورکړې ده.

په دغه پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر شپږمه جوړ شوی و، د فراه والي، د ابتدایه او استیناف څارنوالیو رئیسانو، د عسکري جرمونو څارنوالۍ رئیس، د ښځو چارو، عدلیې، ارشاد، حج او اوقافو رئیسانو، د ولایتي او علماوو شوراوو غړو، د کلیو وکیلانو، د مدني ټولنو غړو او کشفي او امنیتي بنسټونو ګډون کړی و.

د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس په دغه پروګرام کې وویل، چې تاوتریخوالی ښځو ته رواني، جسمي او ټولنیز جدي زیانونه اړوي. نوموړي زیاته کړه: «په ټولنه کې ښځو ته په بد نظر کتل، وهل، کنځا کول او له مادي او معنوي حقونو څخه یې بې برخې کول ټول تاوتریخوالی ګڼل کېږي.»

فراه

د نوموړي په خبره، زموږ په ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالۍ او د دوی د حقونو نقض کول یوه جدي ستونزه او ننګونه ده. ښاغلي قریشي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې دې برخه لویه څارنوالي خپل ځان مسؤول او مکلف بولي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې د قانون د احکامو مطابق پر وخت او جدي توګه وڅېړي او د عدالت ټينګښت په موخه یې عاملینو ته جزا ورکړي.

ښاغلي قریشي د فراه ولایت د دولتي او نادولتي بنسټونو او علماوو شورا له استازو وغوښتل، څو د فراه استیناف څارنوالۍ سره د ټولو جرمونو په ځانګړې ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي مبارزه کې همکاري وکړي.

په یاد پروګرام کې د فراه والي، د ښځو چارو، حج اوقاف، عدلیې او محکمو رئیسانو، د علماوو شورا او د مدني ټولنې غړو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغه پر عواملو هراړخیزې خبرې وکړي او د یوې روغې ټولنې د لرلو لپاره یې له تاوتریخوالۍ سره مبارزه اړینه وبلله.