اووه تنه له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور محاکمه شول

superadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۱۶:۵۱
34

د کورنیو چارو وزارت اووه کارکوونکي له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۱۷ په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې، د عملیاتو عمومي رئیس او د عامه ساتنې مرستیالۍ سرپرست عبدالرزاق امیري د امیر جان زوی او د کورنیو چارو وزارت د عملیاتو د عمومي ریاست د عملیاتي  پلان جوړونې مدیر عطامحمد روکي د علي احمد زوی محاکمه شول.

د یادې شوې ناستې د قضایي پرېکړې پر اساس، دوی د جزا کود د ۵۸ مادې لومړۍ فقرې په رعایتولو سره د عسکري قانون د ۴۲ مادې دویمې فقرې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۱۲ او ۲۰۹ مادو شپږمې فقرې له مخې هر یو په اته کاله تنفیذي بند محکوم شول.

د دغه ناستې قضایي پلاوي، محمد هاشم د حفیظ الله، نورمحمد د حیات محمد او ایمل شینواری د محمد ایوب زوی ته له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیه کې د لاس لرلو په تور د لازمو دلایلو د نشتوالي له امله د جزا کود د پنځمې مادې له مخې برائت ورکړ.

د دغه قضایي ناستې رئیس همداراز محمد خیبر صدیقي، عبدالغفار باتور او محمد ناصر مجددي د عدلي تعقیب وړ وګڼل.  

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

د لویې څارنوالۍ د مرکزي زون کارکوونکو ته د جنډر او د ښځو او ماشومانو د ځورنې د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

دا دوه ورځنۍ پروګرام د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د پراختیایي پروګرام  له خوا، د یادې ادارې د مرکزي زون ۳۰ کارکوونکو ته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۹ جوړ شو . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

لویې څارنوالۍ په تلې میاشت کې د نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۶ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، انساني کرامت ته په درناوي او د هېواد د نافذه قوانینو او هېوادوالو د شرعي او بشري حقونو په رعایتونې سره د ۱۳۹۸ کال په تلې میاشت کې له نشه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ کارکوونکو ته د جنډر په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

دا روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا، له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ ۲۵ کارکوونکو ته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۷ د یادې ادارې د کتابتون. . .

BACK TO NEWS