بلخ کې د «محاکمې غوښتنې کمېټې» ناسته وشوه

Ago
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۰:۳۷
balkh

په دغې ناسته کې چې د ولایتي شورا غړو، سیمه ییزو وکیلانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو ځينو استازو ګډون کړی و، د بلخ استیناف څارنوالۍ د رئیس څارنیار سیف الله پوپل په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۳ د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د غونډو په تالار کې وشوه.

د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس په دغې ناسته کې پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو د باور زیاتوالي په برخه کې د عالمانو، مدني ټولنو او قومي مشرانو پر بنسټیز رول خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ولایت عالمانو، د مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو له اداري فساد سره د مبارزې او د خلکو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړوالي په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د ده په باور، خلکو ته د دوی د بسټیزو حقونو په اړه پوهاوی ورکول د قانون د حاکمیت او د عدالت د ټینګښت لامل کېږي.

ښاغلي پوپل د خپلو خبرو په دوام سره د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ په اداري او مسلکي برخو کې د ښځو د پراخې ونډې اخېستنې په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ریاست تر دېرشو کارکوونکي ښځې دي. یاده شمېره ښیي، چې د لویې څارنوالۍ رهبري په یاده اداره کې د ښځو ملاتړ او ونډې اخېستې ته پوره پاملرنه کوي.

د بلخ د استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، چې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ په پاملرنې سره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي آمریتونه د ښځو له خوا اداره کېږي، چې یادې مسئلې د پخوا په پرتله عدالت ته د ښځو لاسرسی ډېر کړی دی.

په ورته مهال کې، د ناستې ګډونوالو د قانون حاکمیت، عدالت ټينګښت او د خلکو له حقونو او ازادیو څخه د ملاتړ په برخه کې د بلخ استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د یاد ولایت له استیناف څارنوالۍ سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.