دایکنډي ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنۍ کمپاین پیل شو

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۹:۴۸
دایکندی

دغه پروګرام چې د ښځو چارو ریاست استازي، د ولایت د جنډر څانګې، د علماوو شورا، د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړو او کشفي او امنیتي مسؤولانو ګډون کړ و، د داینکنډي استیناف څارنوالۍ له خوا، د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مالي مرسته د ۱۳۹۸ کال د لړم پر څلورمه  جوړ شو.

د دایکنډي استیناف څارنوالۍ سرپرست محمد داوود قاسمي په دغه پروګرام کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ دوی له روحي، جسمي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي؛ نو باید له یادې ناوړه پدیدې سره جدي مبارزه وشي.

د نوموړي په خبره، په ملي او نړیوالو قوانینو کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالۍ منع شوی دی، له همدې امله افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورونې قانون تدوین او تصویب شوی دی.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د دایکنډي استیناف څارنوالی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ژمنه ده او د ورته قضیو له مرتکبینو سره به د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، په جدي او پرېکنده توګه چلند وکړي.

ښاغلي قاسمي د دایکنډي ولایت د دولتي او نادولتي بنسټونو له مسؤولانو وغوښتل، چې د یاد ولایت له استیناف څارنوالۍ سره د ټولو جرمونو په ځانګړې توکه له ښځو سره د تاوتریخوالي د جرمونو په برخه کې همکاري وکړي.